د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلی ،چې د اوکراین له ولسمشر سره جنجالی شوې تلېفونی مکالمه یې معمولی او مناسبه وه.
د امریکا د جمهور رییس پخوانی مرستیال جوبایډن غوښتنه کړې، چې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر زیلیسنکی سره د خپلې هغې تلېفونی مکالمې متن خپور کړى چې د رپوټونو پر اساس، ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر فشار راوستی، چې د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه تحقیقات وکړی.د جوبایډن زوی په اوکراین کې تجارتی معاملې درلودې.