روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ټاکنوکمپیوټری سیستم له هر ډول سایبری بریده خوندی دی !

د جرمنی انجنیرانو په همکارۍ د ټاکنو کمپیوټری سیستم له هر ډول سایبری بریده خوندی شوی دی، دغه جرمن انجنیران کابل ته په را رسېدو سره توانېدلی، چې پر ټاکنیز سیستم د سایبری بریدونو مخنیوی وکړی! د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر دا منلې، چې پر کمپیوټری سیستم سایبری بریدونه شوی، خو وایی، د جرمنی انجنیرانو په رارسېدو یې د رایو د پایلو بانک د هر ډول سایبری حملو څخه خوندی کړی دی. محمد حنیف دانشیار وایی، دا مهال د کمېسیون د کمپیوټری سیستم ټولې تخنیکی برخې له هر ډول امنیتی لحاظه خوندی شوې او د کمېسیون د کمپیوټری سیسټم سکیورټی خورا سخته شوې ده. نوموړی ویلی، داکار وروسته له هغې شوی چې د درمالوګ دوه متخصص انجنیران وړمه ورځ کابل ته را ورسېدل اوله بایومتریک دستګاوو یې سیستم ته د پایلو رسولو په برخه کې ستونزې هوارې کړې.ښاغلی دانشیار زیاته کړه، د کمېسیون پر سرور ریښتیا هم سایبری بریدونه شوی: (( زموږ سرور د ټاکنو مهم ترین شی دی، موږ د سایبری احتمالی بریدونو د مخنیوی لپاره ځانګړی اقدامات وکړل، ځکه بریدونه روان وو او زموږ کارکوونکو هرڅه تشخیص کړل، موږ اوس هڅه کوو چې زموږ د سرور امنیت پیاوړی وساتو.)) داپه داسې حال کې ده چې دکمېسیون له خوا وړمه ورځ په اعلامیه کې هغه اوازې رد شوې وې، چې دکمېسیون پرسرور سایبری بریدونه شوی.د ټاکنو کمېسیون د عملیاتی او تخنیکی برخې ریاست خو لا اوس هم دا خبره ردوی چې د کمېسیون پر کمپیوټری سیستم سایبری بریدونه شوی دی.همدا راز د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ هم ویلی چې د کمېسیون پر تخنیکی سیستم د هېڅ ډول سایبری بریدونو اثرات نشته. پر تخنیکی او په ځانګړې توګه کمپیوټری سیستمونو سایبری بریدونه کومه نوې مسئله نه ده، دا ډول بریدونه له ټاکنیز سیستم نیولې، د هېوادونو پر بانکی او نورو عملیاتو سیستمونو د دښمنانو او رقیبو لوریو له خوا کېږی، آن د یوه عادی کس پر فېسبوک پاڼه  هم دا بریدونه کېږی، خو پر ټاکنیز سیستم دا بریدونه باید با بېځه ونه  ګڼل شی. ځکه دا ډول بریدونه، د یوه ملت پر برخلیک او ولسواکۍ او دغه راز پر نظام بریدونه دی، د دغو بریدونو تر شا د افغانستان د ملت او نظام د دښمنانو لاسونه دی، هغوی، چې په هر ډول د ټاکنو او نظام مخالفت کوی، نو له دغه راز بریدونو خو په هېڅ ډول مخ نه اړوی! موږ ولیدل، چې آن د امریکا پر ټاکنیز سیستم هم بریدونه شوی، چې تر اوسه یې جنجال نه دی ختم، روسیه په دې کې پړه بلل شوې او د امریکا په کورنیو چارو کې یې سترې لانجې را پورته کړې دی. د افغانستان پر ټاکنیز سیستم هم دا بریدونه ښایی د روسیې، چین او یا هم د انګرېزانو له خوا شوی وی، احتمال دا هم دی، چې پاکستان یا ایران کړی وی، خو پر ټاکنیز سیستم دا سایبری بریدونه، سترې خطرې لری، آن که یې مخنیوى ونه شی، نو ښایی د ټاکنو پایله له خطر سره مخ کړی، پر ټاکنیز سیستم باید د هر ډول بریدونو د مخنیوی لپاره کلک تیاری نیول شوی وای، دا امکان لری، خو د تخنیکی ټیم پر وړتیا او مسوولیت پورې اړه لری، خو دا ټوکې نه دی او نه هم د ساعتېرۍ مسئله، په دې کې مسوولین باید په غور او پوره دقت سره دندې ته اوږه ورکړی. د سایبری بریدونو د مخنیوی لپاره باید له مخ کې ټول تدابیر نیول شوی وای، هر کس چې په دې اړه ناغېړی کړې او یا یې د مسوولیت احساس نه دی کړی، نو باید محاکمه شی! خو دا چې د جرمنی انجنیرانو له خوا پر ټاکنیز سیستم د برید مخنیوی شوی، ستایوو یې او دا پر ځای اقدام دی! اوس هم وخت لا په مخ کې پروت دی، د ټاکنیز سیستم ساتنه او دفاع باید په دقیقه او لوړه کچه وشی، چې هېڅ ډول ستونزه پېښه نه کړی او د ټاکنو پایلې له کومې ستونزې پرته په خپل وخت اعلام شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید