روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ټاپی پروژې د تخنیکی ټیمونو ګډه غونډه به په راتلونکې اوونۍ کې په کابل کې جوړه شی

افغانستان او ترکمنستان پرېکړه کړې چې راتلونکې اونۍ به د ټاپی پروژې دتخنیکی ټیمونو ګډه ناسته په کابل کې ترسره شی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په یو لړ ټویټونو کې لیکلی چې دا پرېکړه دتېرې شنبه په ورځ د ترکمنستان پلازمینې عشق آباد کې د مولوی امیرخان متقی په مشرۍ افغان پلاوی او د کوربه هیواد د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ پلاوی ترمنځ لیدنه کې شوې ده.په دغې لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو سیاسی، اقتصادی او امنیتی همکاریو، د ټاپی او ټاپ پروژو د ژر پیل، ترکمنستان ته د مرمر ډبرو، تازه او وچې میوې د صادراتو او په ځانګړې توګه د آقینې او تورغونډۍ د ریل پټلۍ د چارو د تکمیل او د بادی برېښنا برخه کې په پانګه اچونې خبرې او بحثونه وشول.بلخی زیاتوی، دواړو لورو دغه راز هوکړه کړې چې له افغانستان څخه به د مرکزی او سویلی آسیا د ټرانزیټی لارې په توګه کاراخیستل کېږی، مایع ګاز، معدنی، خوراکی او نور ټول سوداګریز توکی به له همدې لارې ولیږدوی.د افغان او ترکمن پلاوو ترمنځ دغه راز پرېکړه شوې چې راتلونکې اوونۍ(۲۲ جنوری) به د ټاپی پروژې ګډ تخنیکی ټیم په کابل کې ناسته ترسره کوی او ورپسې به د ټاپی پروژې د برېښنا او د ریل پټلۍ د غځولو چارې د روان کال مارچ میاشت کې عملاً پیل شی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخی د معلوماتو له مخې، ترکمن چارواکو هوکړه کړې ،چې هغو افغان محصلینو ته به د مارچ میاشتې پیل کې اجازه ورکړی ترڅو په تدریجی توګه ترکمنستان ته بیرته ستانه شی کوم چې د کرونا وایروس د خپرېدو له ویرې په کابل کې بند پاتې وو.ترکمنستان دغه راز ژمنه کړې چې د تېلو، ګازو، ریل پټلۍ او نورو تخنیکی برخو کې به افغان محصلینو ته تحصیلی بورسونه ورکوی، ترڅو په تخنیکی توګه افغانستان په ځان بسیا شی.افغان او ترکمن چارواکی په داسې مهال د ټاپی پروژې د چارو عملی پیل ته لنډ مهلت ټاکی چې یاده پروژه د افغانستان او سیمې د امنیت او اقتصاد لپاره حیاتی ارزښت لری چې یوازې افغانستان به ددې پروژې له ټرانزیت څخه په کال کې ۴۵۰ میلیونه ډالره عواید ولری او هم به زرګونو افغان کاریګرو ته د کار زمینه برابره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید