روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ولسیوالیو پر سقوط د ولسی جرګې اندېښنه

د ولسی جرګې ځینو غړو په هېواد کې د طالبانو له لوری د ګڼو ولسوالیو نیول د جدی اندېښنې وړ مسئله بللې ده. دوی په امتیازی ساعت کې د خبرو پر مهال وویل: (( د وروستیو جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا د جدی اندېښنې وړ مسئله ده، له دې داسې ښکاری، چې د ولسوالیو سقوط یوه معامله ده،نو له همدې امله حکومت هم چوپتیا غوره کړې ده.)) د ولسی جرګې غړی وایی د حکومت مسوولیت دی چې ژر خلکو ته د روان وضعیت په اړه سپیناوی ورکړی.دوی دغه راز په امنیتی ادارو کې پر وروستیو ګمارنو او بدلونونو هم اندېښنه ښیی او وایی حکومت یوازې ثابتې شوې او تکراری څېرې، چې پخوا یې لاس ته راوړنې نه دی لرلې له یوه ځایه بل ځای ته بدلوی.د ولسی جرګې غړوله ولسمشر غنی وغوښتل چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم او د امنیتی ادارو لپاره په دې حساسو شرایطو کې وړ او په کار پوه کسان وګوماری.

ولسی جرګه وروسته له هغې پر امنیتی وضعیت اندېښنه ښیی، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتی وضعیت خورا نازک بلل شوی او هره ورځ د ولسوالیو د سقوط خبرونه خپرېږی.تازه ویل کېږی، چې وسله والو طالبانو د بغلان دوشی او جیلګه ولسوالۍ نیولې دی.د دوشی ولس وال صاحب داد غفوری رسنیو ته وېیلی: ((طالبانو پر دوشی ولسوالۍ حمله وکړه او څو ساعته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه، خو له مرکزه له دوی سره مرسته ونه شوه،له همدې امله یې کیهان درې ته شاتګ کړی دی. په ورته وخت کې سرچینې وایی چې جیلګه ولسوالی هم د طالبانو لاس  ته لوېدلې ده. په ولسی جرګه کې د بغلان استازو هم د یادو ولسوالیو سقوط تائید کړی دی.عام خلک هم له حکومته هیله لری، چې روان وضعیت کنټرول او د افغان وژنې مخنیوی وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید