روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ولسواک نظام له لرلو پرته به د بیان آزادی شتون ونه لری

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او کاندید وزیر ډاکتر محمد قاسم وفایی زاده په هغې مشورتی غونډه کې چې په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو د څېړنې او د رسنیزو فعالیتونو د لازیات قانونی کولو په موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په  مرکز کې جوړه شوه؛ ووېیل: د ولسواک نظام له لرلو پرته به د بیان آزادی او د رسنیوآزاد فعالیتونه هېڅکله شتون ونه لری.په دې غونډه کې چې د یوشمېر حکومتی مسوولینو او رسنیزو بنسټونو د مسوولینو او استازو په ګډون جوړه شوه؛ لومړى د عدلیې وزیر فضل احمد معنوی د هېواد د نافذو قوانینو له نظره د رسنیزو فعالیتونو په اړه څرګندونې وکړې.هغه د بیان آزادی د افغانستان د خلکو او رسنیو ستر بریالیتوب وباله او ویې ویل: رسنۍ په تېرو دوو لسیزو کې د پام وړ وده کړې ده، خو هغه څه چې په اوسنیو شرایطو او حالاتو کې مهم دی؛ دا دی چې موږ ټول د نظام او جمهوریت د ساتنې لپاره خپل فردی او ډله ییز مسوولیت ادا کړو.ده زیاته کړه، چې په دې لاره کې ډېر مهم رسالت رسنۍ پر غاړه لری ،چې د نظام او د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ او دغه راز امنیتی او دفاعی ځواکونو ته  د انګیزې ورکولو، د ملی  وحدت او د هېواد د ملی ګټو د ټینګښت په خاطر هلې ځلې وکړی. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم وفایی زاده په خپلو خبرو کې د دې ترڅنګ چې له بیان آزادۍ او له رسنیو سره یې دغه وزارت ملاتړ څرګند کړ، ویې ویل: په وروستیو دوو لسیزو کې د خپلواکو، آزادو او پراخ بنسټه رسنیو وده د افغانستان د دولت او خلکو له سترو بریالیتوبونو څخه ده.هغه څرګنده کړه: تراوسه د ٢۴٨ تلوېزیونی شبکو، ۴٣٧ راډیویی شبکو، ۱۶۶۹ چاپی خپرونو او ١١٩خبری آژانسونو په ګډون ۳ زره ۵۷۷ بېلابېلې رسنۍ او رسنیز بنسټونه په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت شوی ، چې دغه شمېر د سیمې د هېوادونو په پرتله بېسارى دى.ده زیاته کړه: له رسنیو پرته هېڅکله نه شو کولاى له فرهنګی، سیاسی او ټولنیز پلوه  ستر بدلون ،چې په تېرو دوو لسیزو کې مو تجربه کړی، ولرو او په افغانستان کې مطبوعاتی نظام هم د آزادۍ پالی مطبوعاتی نظام پر بنسټ ولاړ دى.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه: په ولسواک نظام کې له شک پرته رسنۍ څلورم ستون دى او باید هېر نه کړو که چېرې رسنۍ او د بیان آزادی د دموکراسۍ څلورم ستون دی؛ دموکراسی او جمهوریت د بیان آزادۍ او د رسنیو لومړى ستون دی.ده ووېیل: د یو ولسواک نظام له لرلو پرته د بیان آزادی او د رسنیو آزاد فعالیتونه به  هېڅکله شتون ونه لری.وفایی زاده څرګنده کړه: د انډول او ناپیلتوب رعایتول، د رسنیز کار یو اصل دى، خو دا په دې مانا نه ده، چې رسنۍ د هغو غږونو د خپرولو لپاره یوه وسیله کړو، چې د خلکو له ګواښلو او له منځه وړلو او ډار له رامنځته کولو پرته د هېواد د سیاسی راتلونکی په اړه هېڅ مثبت پیغام نه لری.وروسته د لویې څارنوالۍ سرپرست او کاندید ذبیح الله کلیم په خپلو خبرو کې د اطلاع رسونې او رسنیز کار په بهیر کې د قوانینو پر رعایتولو او دغه راز د رسنیز کار پر لا زیات قانونی کولو ټینګار وکړ او د هېواد د ملی ګټو ساتنه یې یو مهم کار وباله.په همدې ترتیب د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمی، د اسلام مبین دین له نظره د بیان آزادۍ په اړه معلومات ورکړل.ده د هغو کسانو چې د رسنیزو فعالیتونو او د بیان آزادۍ په لاره کې یې قربانی ورکړې ده؛ قدردانی وکړه او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید د خبرونو په خپرولو کې حقیقتونه په پام کې ونیسی.هغه د نظام او جمهوریت په ملاتړ کې د رسنیو نقش مهم وباله.دغه راز د ښځو چارو وزارت معیینې نذیرې رحمانی په هېواد کې د روان وضعیت او د ښځو د نقش او حقونو په اړه خبرې وکړې او له ښځینه خبریالانو سره یې د دغه وزارت ملاتړ څرګند کړ.هغې ټینګار وکړ، چې د جمهوریت په محور کې د بیان آزادی او نورې بشری آزادۍ تحقق مومی.وروسته ضیا بومیا په اوسنیو شرایطو کې د رسنیو د نقش، د قوانینو په تېره بیا د رسنیو په برخه کې د نافذو قوانینو او د هېواد د اوسنی حالت په اړه معلومات ورکړل.ده زیاته کړه، چې رسنیو د نظام او بیان آزادۍ د ارزښتونو د ساتنې په خاطر مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړې او حاضرې نه دی چې دغه ارزښتونه له لاسه ورکړی.د غونډې په پاى کې حکومتی او د رسنیزو بنسټونو مسوولینو د اوسنی وضعیت او د رسنیو د فعالیتونو د لا زیات قانونی کولو په اړه مشورتی خبرې وکړې.  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید