روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ولسمشر د فرمان له مخې سلګونه زندانیان خوشی شول

د کابل له زندانونو څخه د کورونا د مخنیوی لپاره  تر اوسه ۷۴۷ ښځینه او نارینه بندیان خوشی شوی دی.

د کابل د والی له دفتره تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلی ،چې د ولسمشر فرمان ته ځانګړی کمېسیون د والی له مرستیالانو، د استیناف له استازو، سترې محکمې د فرمانونو د تطبیق برخې، د عدلیې وزارت، د زندانونو ادارې، بشری حقونو کمېسیون، ملی امنیت د استازو د پلټنې په نتیجه کې د کابل په زندانونو کې د ۱۴۰۰ بندیانو دوسیې وڅېړل شوې او ۷۴۷ ښځینه او نارینه په شرایطو پوره بندیان یې خوشی کړی دی.

د خبرپاڼې له قوله د کابل د والی مرستیال محبوب الله محبی له دغې کمېټې غوښتی چې د نورو بندیانو د خوشی کولو په اړه هم څېړنې چټکې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان څو ورځې وړاندې نیوکه کړې وه چې افغان حکومت د ولسمشر غنی د فرمان له مخې د کورونا د مخنیوی له کبله د بندیانو خوشې کولو لړۍ د پام وړ چټکه روانه نه ده.

ولسمشر غنی امر کړی و چې ۱۰ زره بندیان دې عمر، ناروغۍ، د بند مودې او د جرم خفت ته په پام له افغان زندانونو خوشی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید