روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ولسمشرۍ کاندید شیدا محمد ابدالی له محمد اشرف غنی ملاتړ وکړ

د ولسمشرۍ کاندید شیدا محمد ابدالی په راتلونکو ټاکنو کې د محمد اشرف غنی په مشرۍ له دولت ساز ټیم سره یو ځاى شو.ښاغلی ابدالی زیاته کړه، اوسنى حالت د هېواد او تاریخ په ګټه نه دى، خو خلک هم معلوم شوی چې څوک څه تاریخ لری او څه یې کړی دی: (( موږ پر ولسمشر اشرف غنی غږ کوو چې د ملی یووالی لا ټینګښت ته دې کار وکړی، ځکه یووالی ته اړتیا ده، زموږ ټیم هم په دې باور له دولت ساز ټاکنیز ټیم سره یو ځاى کېږی.)) شیدا محمد ابدالی وویل، له دولت سازی ټاکنیزې ډلې سره د لویو ملی ګټو او د کندهار د قومونو په ټینګار یو ځاى شوى دى.شیدا محمد ابدالی په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې له زلمی رسول وروسته دویم کاندید دى چې د ولسمشر غنی په ګټه له کاندیدۍ تېر شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید