روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ولسمشرۍ لپاره د ایران د نګهبان شورا ۷ کاندیدان

د ایران نګهبان شورا د راتلونکې میاشتې ولسمشریز انتخاباتو ته د ۷ کاندیدانو نوماندی تایید کړې او د ځینو راپورونو له مخې، دې سخت دریخې شورا د یو شمېر پېژندل شویو څېرو نومونه حذف کړی دی.دولتی تلوېزیون د نګهبان شورا د ویاند پر وینا پرون خبر ورکړ چې له نږدې ۵۹۰ کسانو یوازې اووه کسان تایید شوی دی.د نګهبان شورا ویاند عباس علی کدخدایی د دې اوو کسانو نومونه یاد نه کړل او څرګنده یې کړه، چې وروسته به یې د کورنیو چارو وزارت اعلام کړی.نیمه دولتی اژانس، فارس وړمه ورځ خبر ورکړ ،چې نګهبان شورا د علی لاریجانی نوم لرې کړی ، دی یو منځلاری کس و ،چې پخوا د پارلمان رییس و، همدې اژانس د یو شمېر سرچینو پر وینا ،چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلی، چې د اوسنی مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیری نوم هم د نوماندانو له لېسته حذف شوی ، همدا راز د پخوانی سخت دریځه ولسمشر محمود احمدی نژاد نوم له لېسته لېرې شوی دی.د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د جون په اتلسمه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید