د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غنی د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په پیل کې بریدمل شېراجان او بریدمل محمد عمر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او وې وېیل: ځانګړی ځواکونه عالی انګېزه، مورال او ظرفیت لری او په هر ډول شرایطو کې د نظام، جمهوریت، هېواد او ولس څخه دفاع کولی شی.دوی ووېیل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د خپلې وینې تر وروستی څاڅکی یې ساتنه زموږ ملی وجیبه او دنده ده.جمهوررییس د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ووېیل: ستاسو په سرښندنو او زړورتیا ویاړم او په خپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې ده.د هېواد جمهوررییس ووېیل: د طالبانو جګړه دینی او ملی مشروعیت نه لری او له درېیو تر شپږو میاشتو زموږ ټول تمرکز د اوسنی وضعیت په مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو او برنامو پر اساس به لا زیات مثبت بدلون ومومی. جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارله ،چې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې وڅېړی او په اړه یې لازم اقدامات وکړی.