روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې۰۰۰ ۶۴ ټنه انتقالات شوی

د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وایی، په یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۶۴ زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی.دغې ادارې زیاته کړې، تېره اوونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ د وسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۶۴۶۲۹ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی دی.د سرچینې په وینا: په یادو توکو کې ۲۸۸۶ ټنه توکی صادر شوی، چې لویه برخه یې ممیز تشکیلوی.د افغانستان د وسپنې پټلۍ ملی اداره وایی: دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅه کوی او موخه یې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړی او معیاری چوپړتیاوې وړاندې کړی.دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان او چین تر منځ د رېل پټلۍ په برخه کې یو نوی تړون هم لاسلیک شو، چې پر مټ به یې له چین څخه توکی د دغو دوو نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته راوړل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید