روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د وسپنې پټلۍ ادارې دوه نیم میلیارده افغانۍ عواید راټول کړی

 ملت ته د حکومت د حساب ورکولو بهیر په دوام، د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې مسئولینو وړمه ورځ په غونډه کې د دغې ادارې د تېر یو کال مهمې لاسته راوړنې، فعالیتونه او راتلونکی پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د دغې ادارې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، افغانستان اوس د نړۍ له درېیو هېوادونو (ازبکستان، ترکمنستان او ایران) سره وصل دی.

ملا شرافت زیاته کړه ،چې د شاوخوا۴،۵ څلوراعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د کاسا یا ((ټرانس افغانستان)) په نامه ستره پروژه د دوی تر لاس لاندې ده،چې له ترمذه تر پېښوره پورې د اورګاډی لیکه غځول کېږی او دا د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ګډه پروژه ده،چې په پلی کېدو سره به یې جنوبی آسیا او منځنۍ آسیا او یو شمېر نور هېوادونه له افغانستان سره نښلوی.د ده د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان وسپنې پټلۍ پر کرښو په تېر یو کال کې ۳ میلیونه ۴۵۶ زره ۸۴۲ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوی، چې له دې جملې ۲۶۸ زره ۲۹۹ مټریک ټنه یې صادرات او ۳ میلیونه ۲۷۶ زره ۹۹۵ مټریک ټنه یې وردات دی،چې له دې درکه ۲ میلیارده ۵۸۱ میلیونه ۵۸۹ زره ۴۸۲ افغانۍ خالص عواید راټول شوی دی.د سرچینې په وینا: د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې دغه راز په یاده موده کې، په حیرتانو، آقینې او تورغونډۍ بندرونو کې، د تخلیې او بارګیرۍ په برخه کې شاوخوا ۴۰۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.همدارنګه، په یاد خبری کنفرانس کې د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی د دغې ادارې فعالیتونه او لاس ته راوړنې بیان کړې.درانی، په هېواد کې د وسپنې پټلۍ ادارې د پروژو د امنیت ساتل، ازبکستان او ایران ته د دغې ادارې د پلاوی سفرونه، پر اداری تشکیلاتو بیا کتنه، د انتقالاتو دوام، د نیمګړو پروژو د چارو بیا پیل او د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول په تېر یو کال کې د یادې ادارې مهم فعالیتونه بیان کړل.هغه له ازبکستانی شرکت ((سوګډیانا ټرانس)) سره د انتقالاتو او ساتنې په برخه کې په شوی تړون کې د ۲۵،۲پنځه ویشت اعشاره دوه میلیونه امریکایی ډالرو تخفیف ترلاسه کول، د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارته د وسپنې پټلۍ په برخه کې د افغان محصلینو د جذب په اړه د موافقې ترلاسه کول، د عوایدو د راټولو بهیر افغانی کول او افغانستان بانک ته د هغو سپارل د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې مهمې لاس راوړنې وبللې.د غونډې په دوام، د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې تخنیکی مرستیال انجنیر عبدالباری صدیقی په هېواد کې د وسپنې پټلۍ پر ارزښت خبرې وکړې او د دغې ادارې راتلونکی پلانونه یې بیان کړل.هغه وویل ،چې د عوایدو د راټولو بهیر افغانی کول، د خواف هرات د دوو ټوټو ترمیم او ګټې اخیستنه، د سیمې هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته د پانګونې په برخه کې قناعت ور کول او د افغان ټرانس چارې چټکتیا د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې راتلونکی پلانونه دی. د غونډې په پای کې مسئولینو د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.د یادونې وړ ده چې په هېواد کې  د شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره په اوږدوالی د وسپنې پټلۍ شتون لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید