روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د وسلوالو طالبانو هر ډول حملو ته پوره چمتوالی لرو

 ملی دفاع وزارت وایی: د دولت د وسلوالو طالبانو د هر ډول حملو شنډولو ته چمتووالی لری.دغه وزارت دا څرګندونې وروسته تر دې کوی ،چې په تېرو څو ورځو کې له ارزګان، زابل، فاریاب، کاپیسا، خوست، بغلان، غزنی، فراه او نورو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو جګړو زور اخیستی، چې درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.د ملی دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل : (( له خپلو خلکو او هېواد څخه د دفاع په لاره کې زموږ د ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو پیاوړتیا د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږی. دې ځواکونو د هېوادوالو د سر او مال ساتنه پر ځانونو فرض ګڼلې او د دښمن پر وړاندې هر ډول دفاع ته چمتو دی.)) بلخوا د هلمند چارواکی وایی، چې د تېرې یکشنبې شااوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ د طالبانو جګړو له امله د خپلو سیمو بېځایه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید