د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحمانی وایی: په افغانستان کې د جګړې په هکله د واشنګټن پوست د راپور له ځینو برخو سره موافقه نه ده. واشنګټن پوست راپور ورکړی، چې د امریکا جګپوړو پوځی او حکومتی چارواکو په افغانستان کې د جګړې په هکله خلک تېر ایستلی دی.په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحمانی امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلی ځینې وخت د مصلحتونو له کبله د دې امکان نشته چې ټول معلومات شریک کړل شی. دا وایی: (( په افغانستان کې روانه جګړه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ده، دا نړیواله ترهګری ده. ځینې وخت د مصلحتونو له کبله چې د تهدید اندازه ډېره لوړه وی، هر څه له هر چا سره نشی شریکولی.)) سفیره رویا رحمانی وایی: د واشنګټن پوست راپور له ځینو برخو سره هم موافقه نه یم، چې په افغانستان کې جګړه د ګټلو وړ نه ده. هغې ډېر جزیات ورنه کړل، چې د دغه راپور کومې برخې دی، چې دا ورسره موافقه نه ده، خو وویل: (( په تېرو څو کلنو کې افغان ځواکونو د خپل ځان او وینې په بیه له خلکو او خاورې ساتنه کړې او آن په سیمې او نړۍ کې د ترهګرۍ د شدت کمولو لامل شوی او مبارزه کوی.که ووایو چې دا جګړه بې ګټې ده. په حقیقت کې موږ د دښمن د تبلیغاتو د ماشین برخه کېږو.)) واشنګټن پوست په داسې وخت کې د افغانستان د جګړې په هکله راپور خپور کړی ، چې په دغې جګړې نږدې یو نیم ټریلیونه ډالر لګول شوی.