روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هېواد په وړاندې د ولس او کورنیو ځواکونو ځنډ نه منونکى مسوولیت

دښمن بیا هم ونه توانېد، چې د افغانانو د آزادۍ او خپلواکۍ د جشن د نمانځنو مخنیوى وکړی، که څه هم دښمن پوره هڅه وکړه، چې دا جشن په ویر او ماتم بدل کړی،هغه جشن، چې سږ کال ورته له بل هر وخته ډېر تیارى نیول شوى و خو بیا هم ملت د حکومت په ملاتړ د خپل هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه په شاندارو مراسمو سره ونمانځله او لا یې هم نمانځی، د افغانستان دښمنانو په کابل کې د واده پر مراسمو برید وکړ، چې له امله یې څه ناڅه ۲۵۰  ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واړوله او بیا یې په ننګرهار کې پرله پسې ۱۱ بریدونه وکړل، چې لسګونه کسان یې ژوبل کړل، افغان حکومت له ولس سره په غمشریکۍ کې د خپلواکۍ د ورځې رسمی نمانځنه وځنډوله، خو بیا هم د ولس له خوا د آزادۍ سلمه کلیزه ونمانځل شوه او په دارالامان کې به هم د آزادۍ په ویاړ بیارغول شوې ماڼۍ پرانیستل شی. یعنې دښمن ونه شواى کړاى، چې د افغانستان د آزادۍ د جشن مخنیوى وکړی، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د آزادۍ ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه او اوس هم نمانځل کېږی، همدا رنګه په نړیواله کچه هم د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه، د نړۍ تر ټولو ستر برج ( په اماراتو کې د خلیفه برج ) د افغانستان په ملی بیرغ روښانه شو، نړیوالې انټرنېټی شبکې ( ګوګل ) خپل رسمی نښان د افغانستان بیرغ غوره کړى و او پر سر یې [ ۱۰۰ ] لیکلی وو ،د دې ترڅنګ د سیمې او نړۍ دوستو هېوادونو د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکۍ ورکړې، نو دښمن ونه شواى توانېدلى، چې د افغانانو د جشن د نمانځلو مخنیوى وکړی! که څه هم د زمری په ۲۸ مه په کابل کې د واده پر هوټل د برید له امله افغان حکومت د جشن د خوښیو مراسم وځنډول ،خو دا نمانځنه به له سره پیلېږی او افغانان به پر خپله آزادی ویاړی! خو دلته د ټولو په مخ کې ستر لومړیتوب او ستر مسوولیتونه پراته دی، چې تر سره کول یې د ټولو ځنډ نه منونکې دنده ده، لومړى افغان ځواکونه باید ځان ته ټکان ورکړی، چې د آزادۍ د جشن د نمانځلو لپاره له دومره تیاریو سره سره بیا هم ولې دښمن وتوانېد، چې ترهګریز بریدونه وکړی!؟ دا د کورنیو ځواکونو غفلت دى که د دښمن وړتیا؟ ولسمشر محمد اشرف غنی له همدې امله د خپلواکۍ د سلمې کلىزې په ماښام د کورنىو چارو وزارت د سوق او ادارې له مرکزه د لىدنې پر مهال پولىسو ته امر کړى چې د سولې تر راتلو پورې دې پر دښمن هېڅ راز رحم نه کوی. ولسمشر زىاته کړې: د سولې په مذاکراتو کې د افغان حکومت مؤقف پىاوړى دى او امنىتی – دفاعی ځواکونه دې په ټول توان د وسله والو د ځپلو مبارزه روانه وساتی. د ولسمشر موخه دا وه، چې دښمن نه سوله کوی او نه هم د افغانانو ملی ویاړنو ته درناوى لری، نو باید پرې رحم ونه شی او کورنی ځواکونه باید په دې اړه ویښ او د امنیت او ثبات ساتلو ته تیار وی! ولسمشر امر کړى چې داعش او ټولې ترورىستی ډلې چې په هر ځاى کې وی له ځالو ىې راوباسئ او له منځه ىې ىوسئ. په دې اړه ولسمشر غنی له ټولو افغانانو غوښتنه کړې، چې د ترهګرۍ، اورپکۍ او د داعش ډلې ځالې باید افشا او په له منځه وړلو کې یې مرسته وشی، دا د ټول ولس مسوولیت دى، چې په دې برخه کې خپله ایمانی، اخلاقی، دینی او افغانی وجیبه ادا کړی او د خپل نظام د پیاوړتیا، امنیت او ثبات او د خپلې ښې راتلونکې لپاره د دښمن ټول خوځښتونه او پلانونه افشا او له افغان ځواکونو سره دې د هغو د  له منځه وړلو لپاره مرسته او همکاری وکړی، چې هېواد د سولې او امن پر ځاى بدل او د ملت د هوساینې او پرمختګ سبب وګرځی!

ممکن است شما دوست داشته باشید