د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د هېواد په ختیځ (لغمان ) کې د څه د پاسه ۲۲ نیم مېلیونو افغانیو په لګښت د مېرمنو لپاره د یوه سوداګریز کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوودل شوه. دغه سوداګریز کمپلېکس چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مالی ملاتړ په پنځه جرېبه مځکه کې جوړېږی، څلور سوداګریز مارکېټونه، ۲۴ هټۍ، شنې ساحې، کانتین، د کوچنیانو د لوبو ځایونه او نور ټول اړین محلقات به ولری، چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی. د دغه ولایت د ښار جوړولو رییس انجنیر وفی الله اسحاقزی باختر اژانس ته وویل چې یاد سوداګریز کمپلېکس به تر جوړېدو وروسته د ښځو چارو د ریاست په واک کې ورکول کېږی او پاتې چارې به یې سمبالوی. په همدې حال کې د لغمان والی محمد آصف ننګ وویل: ولایتی اداره په دې هڅه کې ده څو د تجارت له لارې د مېرمنو د ژوند او اقتصادی پیاوړتیا لپاره کوټلی ګامونه واخلی. ننګ وویل په لغمان کې زیاتره مېرمنې د لاسی صنایعو په تولید کې خاص مهارت لری چې دا سوداګریز کمپلېکس به د لاسی صنایعو د تولید او پراختیا په برخه کې د مېرمنو سره زیاته مرسته وکړی.د ښځو چارو رییسې نسیمه شفیق سادات او د ولایتی شورا استازې راضیه نیازۍ بیا د دغه سوداګریز کمپلېکس د جوړولو له امله د ولایت مقام له هلو ځلو د مننې تر څنګ د مېرمنو لپاره د تجارت په برخه کې دا یو ستر پرمختګ او اړتیا په ګوته کړه .