د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ غونډې د هېواد د ولایتونو د امنیتی وضعیت د ارزونو په لړ کې، پرون له غرمې مخکې د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو عمومی امنیتی وضعیت وارزاوه.په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په هغه کې د ملی امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب سربېره د هېواد د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رییسانو حضور درلود.لومړی د هېواد د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رییسانو د یادو ولایتونو د امنیتی وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.جمهوررییس غنی د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د هڅو د مننې ترڅنګ، په یادو ولایتونو کې د مېشتو امنیتی او دفاعی ځواکونو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ، د قواوو اکمالاتو، د پرسونل د کموالی له منځه وړلو، د لویو لارو د امنیت تامین په برخه کې په همغږۍ، له خلکو سره لا زیات کار، په هرات کې د قواوو تحرک او د نیمروز ـ دلارام لویې لارې د امنیت په تامین ټینګار وکړ.همداراز جمهوررییس وویل: د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته په پام، کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې جدی پاملرنه وکړئ.