د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اتم مخ دویم خبر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ د هوټلونو د دولتی شرکت د عالی شورا غونډه وړمه ورځ په دې وزارت کې جوړه شوه.په دې غونډه کې د مالیې اواقتصاد د وزارتونو، د هوټلونو د دولتی شرکت او د جمهوری ریاست د پالیسۍ اوستراتیژۍ د ریاست استازی ګډون کړی و او د غونډې غړو د هوټلونو د دولتی شرکت د روان کال د مالی پلان د تصویب، د تېرکال له پوله د سپین غر او د هرات هوټلونو د برېښنا د لګښت د پیسو د ورکولود څرنګوالی، د تصدی کارکونکو ته له تشویقی صندوق څخه د ١٣٩٨ کال د بیلانس د اجرا کولو اوله واحدې منبع څخه د سپین غر هوټل د دیوال د جوړولو د قرارداد د ورکولو د موضوعګانو په اړه خبرې وکړې اولازم تصمیمونه یې ونیول .