روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هوا ککړتیا د کمولو لپاره د لمریزې انرژۍ د سیستمونو پر ملاتړ بحث وشو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمداشرف غنی د چهارشنبې په ماښام د تجدید وړ انرژۍ تولیدی او صنعتی خدمتونو اتحادیې له مسوولینو سره په غونډه کې د هوا ککړتیا دکمولولپاره د لمریزې انرژۍ له سیستمونو څخه د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې. په دې غونډه کې د دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال او د افغانستان د زرغون بهیر رییس امرالله صالح هم حضور درلود، په پیل کې جمهور رییس غنی د یادې اتحادیې د فعالیتونو د مننې پر مهال وویل: حکومت په دې خاطر چې د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړی د تېلو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بدیلې انرژۍ د تولید په لټه کې دی. ده زیاته کړه: حکومت د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره برنامه ترلاس لاندې لری ، چې له کابله پیلېږی او دولتی ارګانونه به له لمریزې انرژۍ څخه استفاده وکړی،چې د هوا د ککړېدو مخنیوی وشی. جمهوررییس وویل: موږ غواړو ستاسې له ظرفیتونو څخه خبر شو چې آیا د لمریزې انرژۍ په سکتور کې دا ظرفیت او وړتیا لرو، چې کار پیل کړی او د ټولو سون توکو ،چې هوا ککړوی، بدیل واوسی.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: دغه برنامه موږ نه یواځې د دولتی تاسیساتو لپاره، بلکې په راتلونکی کې د ښارګوټو، خصوصی تاسیساتو، حمامونو، هوایی ډګرونو او فابریکو لپاره هم په پام کې لرو ،چې وتوانېږو د هوا د ککړتیا له پدیدې سره دوامداره او جدی مبارزه وکړو.جمهوررییس وویل: د دغې موخې د عملی کولو لپاره حکومت حاضر دی په دې سکتور کې د لمریزې انرژۍ ټولو تولیدی شرکتونو سره مشارکت وکړی، چې په دې برخه کې آسانتیاوې برابرې شی. ده له یادو شرکتونو څخه وغوښتل، چې د باکیفیته لمریزې انرژۍ سامان الاتو د واردولو په برخه کې خپلې غوښتنې او ننګونې بیان کړی. همدارنګه د دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح هم په خپلو خبرو کې وویل: د شرکتونو د ودې موضوع، په لمریزې انرژۍ د دولتی ودانیو د تسخین (ګرمولو) سیستم او له کابله د هغې د تطبیق پیل کولای شی د هوا د ښه والی په برخه کې مثبتې اغېزې ولری. ده زیاته کړه: تاسې د خپل تولید او خپلو فعالیتونو د ظرفیت پراخوالی په واضح ډول وړاندې کړئ چې حکومت ستاسې د فعالیتونو د پراختیا په برخه کې له تاسې سره همکاری وکړی. ورپسې د تجدید وړ انرژۍ تولیدی او صنعتی خدمتونو اتحادیې مسوولینو وویل: اوس د دغه ډول خدمتونو تقاضا کمه ده، ځکه چې نوې پدیده ده، نو له همدې امله د دغې ټکنالوژۍ په وده کې پرمختګ نه لرو. دوی وویل: بې کیفیته مواد او توکی افغانستان ته واردېږی او له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې د ظرفیتونو لوړولو په موخه د تعرفو په راکمولو او پور ورکولو کې همکاری وکړی. جمهوررییس غنی د دوی په ځواب کې وویل: موږ به هڅه وکړو چې په یوه مشارکت کې له تاسې سره کار وکړو، دولت به د ملی پالیسۍ په چوکاټ کې ستاسې د ودې زمینه برابره کړی، خو تاسې باید د خپلو شرکتونو پر معیارونو او کیفیت کار وکړئ، واردات مو باید باکیفیته او د نړیوالو معیارونو مطابق واوسی. ده زیاته کړه: پر ټکنالوژۍ او بشری ظرفیت هم پانګونه وکړئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید