روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هوا د ککړتیا د مخنیوی کمېسیون خپل کارونه ګړندی کړی

له هغه وروسته چې د هېواد جمهوررییس د هوا د ککړتیا د مخنیوی کمېسیون ته ١٠ ورځې وخت ورکړ ، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره اساسی تدبیرونه ونیسی؛ د دغه کمېسیون مسوولینو ادعا کړې ، چې په دې برخه کې جدی کار پیل کړی.

د ژوندانه  د چاپېریال ساتنې ادارې د اطلاعاتو آمر سخی سخا وایی، چې جمهوررییس د هوا د ککړتیا د مخنیوی  کمېسیون له کارونو څخه راضی نه دى او په همدې موخه یې د دغې ادارې رییسانو ته ١٠ ورځې ضرب الاجل وټاکه او د هوا له ککړتیا څخه یې د خلکو د ژغورنې لپاره د څرګندو پروګرامونو غوښتنه وکړه.  سخا زیاته کړه چې د ژوندانه د چاپېریال ساتنې ککړتیا له منځه نه ځی او په همدې موخه د ژوندانه چاپېریال ساتنې ادارې پنځه کلن پروګرام چې ټولې اړوندې دولتی او غیر دولتی ادارې چې په کې شاملې دی؛ چمتو او میاشتنۍ غونډې یې جوړوی او خپل کاری رپوټونه شریکوی، خو جمهوررییس دضرب الاجل په ټاکلو سره د کمېسیون د کار د زیات جدیت غوښتنه کړې ده.

د ژوندانه د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکی معیین عزت الله صدیقی د هوا د ککړتیا د مخنیوی کمېسیون په اړه وویل ، چې دغه کمېسیون له دولتی او غیردولتی ادارو او بنسټونو څخه جوړ شوى ، چې په دې برخه کې کار کوی او د ژوندانه د چاپېریال ساتنې اداره د دغه کمېسیون د همغږۍ مسوولیت په غاړه لری او د کمېسیون غړی په غونډوکې خپل کارونه شریکوی. 

د دغو پروګرامونو تحقیق وخت ته اړتیا لری؛ خو د جمهوررییس غنی د لارښوونې له مخې ، د تحقیق بهیر زیات  ګړندى شوى دى.  

ده د هغو طرحو په اړه چې اړوندو ادارو دغه کمېسیون ته وړاندې کړې دی؛ وویل: د ژوندانه د چاپېریال ساتنې اداره په ژمی کې په اوونۍ کې د یوې ورځې رخصتۍ، کابل ته د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ د تنظیم، د ډېرو سکرو د استفادې د کمښت لپاره د اوبلن ګاز د بیې او کیفیت د ثابت ساتلو، د اپارتمانونو د تودولو سیستم د څارنې، د هوایی څارنې سیستم د جوړولو، د عامه  ترانسپورت سیستم د جوړولو، د پوهاوی  ورکولو کمپېاین، له ماسکونو څخه د استفادې، د نیالګیو د اېښودلو او د هغو د ساتنې وړاندیز کړى دى.

د هواککړتیا هغه ستونزه ده، چې هرکال د ژمی په موسم کې د کابل خلک ورسره لاس او ګرېوان وی او سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره مخ کېږی. د کابل ښار اوسېدونکی محمد کاظم وویل، چې په پایتخت کې د هوا ککړتیا د اندېښنې وړ ده،  په همدې دلیل د هېواد جمهوررییس د ژوندانه د چاپېریال ساتنې ادارې ته وخت ورکړ ، چې په لسو ورځوکې دې عملی، هراړخیز او د تطبیق وړ پروګرام وړاندې کړی. هغه د چارو له مسوولینو څخه وغوښتل چې د خلکو سلامتیا ته پاملرنه د ټولنې سلامتیا ته پاملرنه ده او باید په دې برخه کې ژر اقدام وکړی.

                         باختر

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید