روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( د هوایی ځواک پر تجهیز او پیاوړتیا لا ډېره پانګونه کېږی ))

  جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د هوایی ځواک عمومی قوماندانۍ له بېلابېلو برخو د طیارو او هلیکوپترو ترمیماتی ورکشاپ، د هوایی بریدونو د سوق او ادارې ځای، د ټرانسپورتی الوتنو تنظیم، طیارو او هلیکوپترو څخه لیدنه وکړه.د هوایی ځواک عمومی قوماندانۍاو د ۷۷۷ هوایی لوا قوماندانانو د هوایی ځواک د اوسنی وضعیت ترڅنګ ځینې اړوندې ستونزې او وړاندیزونه هم له جمهوررییس سره شریک کړل. د جمهوررییس لومړی مرستیال امرالله صالح د طیارو د حفظ او مراقبت او د پیلوټانو د مسلکی روزنې په برخه کې د حکومت لومړیتوب ته په اشارې ووېیل: د هوایی ځواک پر تجهیز او پیاوړتیا لا ډېره پانګونه کېږی.د هېواد جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د امنیتی او دفاعی ځواکونو په ځانګړی ډول د هوایی ځواک هڅو او مبارزې څخه په مننې ووېیل: د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګی په لړ کې به د هوایی ځواک د پاتې شهیدانو مستحقو کورنیو ته هم کورونه او اپارتمانونه ورکړل شی. همدارنګه د هوایی ځواک منسوبینو شپه او ورځ د هېواد د دښمنانو پر ضد د عملیاتو په موخه د کافی تجهیزاتو او بشپړ چمتووالی په اړه جمهوررییس او افغان ولس ته ډاډ ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید