د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په هند کې د افغانستان سفیر وایی، چې د روان ۲۰۲۱م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ کې ۹۶،۲۱ یووېشت عشاریه نهه شپته سلنه ډېروالی راغلی او تمه ده ،چې په راتلونکو میاشتو کې دا سلنه تر دې هم لوړه شی.فرید ماموندزی وایی، چې د افغانستان محصولات د هند په بازارونو کې ښه مشتریان لری او که د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې آسانتیاوې ډېرېږی نو سوداګری به پراخېږی او د خلکو تود هرکلی به د افغانستان د اقتصادی ودې سبب شی.اوس د افغانستان او هند ترمنځ سوداګری د هوایی دهلیزونو او چابهار بندر له لارې ترسره کېږی له همدې امله هند ټینګار کوی ،چې دوی به د چابهار بندر لا پیاوړی کوی او له دې لار به سوداګری لا ډېروی.