روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هلمند کروندګر : حکومت دې د کوکنارو پر ځای  بدیل تخم راکړی

که څه هم اسلامی امارت په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه‌یی توکو پر کر بندیز لګولی، خو د هلمند کروندګر له حکومته د کوکنارو د کښت بدیل غواړی. د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍاوسېدونکی دوست محمد رسنیو ته ویلی، چې که کوکنار بند او بدیل یې ورنه کړل شی، خلک به له سختې لوږې سره مخ شی. ((له حکومته د برمو او اصلاح شویو تخمونو غوښتنه کوو.خلک اوس په بد وضعیت کې دی، ځکه کوکنارو بند شوی او بدیل یې نشته. )) مرکز لښکرګاه ته څېرمه د کلابست سیمې اوسېدونکی هم ورته ستونزه یادوی.د یادې سیمې اوسېدونکی حاجی دستګیر وایی، چې لاهم د کوکنارو د کښت بدیل نه دی ورکړل شوی او خلک یې اندېښمن کړی دی.دی زیاتوی، چې د کوکنارو له کښته خلکو ډېرې پیسې تر لاسه کولې، اقتصادی حالت یې ښه و، خو اوس چې کوکنار بند شوی، حکومت باید له خلکو سره مرستې وکړی. (( موږ ته پنبه، جوار، غنم دومره څه نه جوړوی، یو پارسل کود ۱۸ زره افغانۍ دی، خو هغه خپل سر لا نه شی پوره کولای .)) د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی د بڼونو جوړېدل ګټور بولی.هغوی د باغونو په جوړېدو کې د دولت مرسته حتمی بولی: ((له موږ سره دې حکومت د باغونو په جوړولو کې مرستې وکړی، موږ ته دې د خرما او پستو نیالګی راکړی. )) په لښکرګاه کې د کرنې برخې یو متخصص انجنیر عبدالولی وفا، د اسلامی امارت د یاد فرمان هرکلی کوی، خو په ورته وخت کې هلته پر وچکالۍ او د خلکو پر ناوړه اقتصادی حالت اندېښنه څرګندوی. دی وایی: که کروندګرو ته بدیل تخمونه یا بله مرسته ورنه کړل شی، له سخت ناورین سره به مخ شی: ((د بدیل ورکړه ډېره ضروری ده، حکومت باید په دې برخه کې جدی هڅې وکړی او د خلکو ژوند ښه کېدو لپاره پر بدیلو لارو چارو غور وکړی. )) د هلمند د کرنې ریاست مسئولین بیا د کوکنارو پر ځای د بڼونو پر جوړېدو ټینګار کوی.د یاد ریاست رئیس مولوی عبدالباری شهاب وایی، چې دغه ولایت په ډېره اندازه اوبه لری او پلان لری ،چې د باغ جوړونې په برخه کې له خلکو سره مرستې وکړی.د ده په خبره، په یادو بڼونو کې د پستې او خرما بڼونه شامل دی، چې د کوکنارو ښه بدیل کېدای شی: ((موږ د وزارت په همکارۍ خلکوته د پستې او خرما باغونو په جوړولو کې مرسته کوو، ځکه خرما او پسته د کوکنارو ښه بدیل کېدای شی. )) د هلمند تر څنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم کوکنار بند شوی او خلک یې له دولته د بدیل تخم غوښتنه کوی.د اسلامی امارت مسئولینو هم له دې وړاندې له نړیوالو سره په غونډو کې ویلی، چې اوس په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شوی او باید نړیواله ټولنه افغان بزګرانو ته د بدیل تخم ورکړې په برخه کې مرستې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید