روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هلمند په کجکی بند کې اوبه ډېرې شوې

په هلمند کې د برېښنا ریاست مسئولین وایی:  د وروستیو بارانونو له امله د کجکی بند په کاسه کې اوبه ډېرې شوې او اوس یې کچه تر ۵۰ مترو پورې رسېدلې ده.په لښکرګاه کې د برېښنا ریاست رئیس مولوی ایوب رسنیو  ته ویلی: اوس په کجکی بند کې د اوبو اندازه تر ۵۰ مترو رسېدلې، چې په نږدې وختونو کې به تر خپلې وروستۍ کچې۷۷ مترو ته ورسېږی.هغه زیاته کړه: په دې وروستیو کې د واورو او بارانونو له امله د اوبو کچه له ۱۵ سانتی ۲۰سانتی ته لوړه شوې او دوی هیله لری، چې روان کال به خلک د کر او برېښنا لپاره کافی اوبه ولری. ((دکجکی د اوبو کاسه ۲متره او ۱۰ سانتی ته پورته شوې، چې اوس د اوبو سطحه ۵۰ متره ده او د دې ترڅنګ په هره ورځ کې له ۱۵ تر ۲۰ سانتی پورې پورته کېږی، چې د بارانونه مخکې ۴۷ متره وه. )) د برېښنا رئیس د دې ترڅنګ داهم ویلی، چې اوس د بارانی اوبو له امله د برېښنا مزی (لینونه) زیانمن شوی، چې برېښنا پر ښار پرې شوې.دی وایی: ژر به یاده ستونزه هواره شی.بلخوا بیا د دې ولایت اوسېدونکی خوښ دی، چې سږ کال د برېښنا او کښت لپاره کافی اندازه اوبه برابرې شوې دی. دوی هیله وښوده چې ژر به د برېښنا ستونزه هم حل شی.د دوی پر وینا، چې په تېر کال کې اوبه نه وې چې ځینې کروندګر د منی او دوبی کښتونه ونه کرل. ((تېرکال کې خلکو کښتونه ونه کړل، خو  سږکال لپاره هیلې زیاتې دی،چې هم به کروند ګر کښتونه وکړی او هم به هلمند او کندهار ولایتونه له برېښنا برخمن شی.)) د برېښنا ریاست مسئولین په داسې حال کې په کجکی بند د اوبو د ډېرېدو خبر ورکوی،چې څو ورځې  وړاندې د دغه ولایت په ګډون د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې اورښتونه او واورې شوې، چې د ځینو ولایتونو لویې لارې هم بندې شوی وې. حضرت محمد روحانی

+++++

ممکن است شما دوست داشته باشید