روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د  هلمند په هوایی برید کې د پولیسو مرګ ژوبلې چارواکی خوابدی کړی

د هلمند د ولایتی شورا مشر وایی، چې زیات هلمندیان په دغه ولایت کې په وروستۍ هوایی حمله کې د ملی پولیسو په وژل کېدو او زخمی کېدو خوابدی دی.

عطاالله افغان وایی ، چې داسې پېښې د خلکو زړه ماتوی.

عطاالله افغان وایی:

(( موږ د هلمند خلک هسې هم په جګړو کې سوځېدلی یو او ټوکر ټوکر یو، دا چې زموږ امنیتی ځواکونه  چې زموږ د خاورې، عزت او ناموس دفاع کوی وژل کېږی، ډېر خواشینوونکى خبر دى، د سیمې خلک واقعاً ټول خوابدی او مایوسه دی.))

د پنجشنبې په ماسخوتن د امریکا په مشرۍ ائتلافی قواوو د هلمند مرکز لښکرګاه ته نږدې د جګړې پر ډګر بمبار کړى.

د تلفاتو په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږی، خو د هلمند د ولایتی شورا مشر وویل، چې ۱۷ پولیس شهیدان شوی او ۱۴ ټپیان دی.

په افغانستان کې د ائتلاف د امریکایی قواوو ویاند ډېو بټلر ویلی، چې دا یوه غمجنه پېښه وه.

بټلر واشنګټن پوسټ ته  ویلی ، چې په دې حمله کې د وسله والو طالبانو او د افغانستان د امنیتی ځواکونو غړی وژل شوی، خو دقیق شمېر ېې نه دی څرګند کړی. ډېو بټلر واشنګټن پوسټ ته په استولی بیان کې لیکلی:

(( افغان لوری د سختې جګړې په وخت کې د هوایی ملاتړ غوښتنه کړې وه، د امریکا پوځی مامورین له افغانانو سره د هماهنګۍ له مخې کار کوی، امریکایی قواوو ته ډاډ ورکړ شوی و ، چې دوست ځواکونه په سیمه کې نه شته، خو متاسفانه هغوی په سیمه کې وو او داسې غمجنه پېښه وشوه.))

بټلر واشنګټن پوسټ ته ویلی، چې امریکایی چارواکی په دې اړه چې په دې مکالمه کې چېرته تېروتنه شوې، تحقیق کوی، څو د داسې پېښو د تکرار مخنیوی وشی. د هلمند چارواکی هم وایی چې په دې اړه څېړنې کوی. د هلمند د والی ویاند عمر ځواک وایی:

(( د دې لپاره چې حمله وشی، یوازې په دې سیمه کې نه، بلکې هر ځای د دښمن د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره معلومات شریک کېږی او د هماهنګۍ له مخې حملې کېږی، په دې سیمه کې زموږ د معلوماتو پر اساس، سوتفاهم شوی دی، فعلاً د دې لپاره چې معلومه شی، چې څومره هماهنګی شوې یا څه تېروتنه شوې، زموږ پلاوی تحقیق کوی چې د امنیتی ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازی په کې دی.))د مارچ په میاشت کې هم په ارزګان کې په ورته پېښه کې پنځه عسکر شهیدان شوی او لس نور ټپیان شوی وو. افغان چارواکو هغه مهال روېټرز خبری اژانس ته ویلی وو، چې د کمزورې هماهنګۍ له امله هغه پېښه شوې وه. امریکایی ځواکونو ویلی وو، چې له سیمې پر دوی او افغان ځواکونو ډزې شوې وې او دوی د ځان د دفاع لپاره حمله کړې وه.امریکایی ځواکونه وایی ،چې له افغان لوری سره د ښه تفاهم او مکالمې د بهتر ولو هڅې کوی.د هلمند د ولایتی شورا مشر عطاالله افغان آزادۍ راډیو ته  ویلی، چې د افغانستان امنیتی ځواکونه د نړیوالو قواوو ملاتړ ته اړتیا لری، خو کمزورې هماهنګی او داسې نورې تېروتنې د منلو وړ نه ګڼی.

ممکن است شما دوست داشته باشید