روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هر مشکل په منځ کې یو فرصت شته

شبیر راحل

داسې مشکلات ډېر لږ وی چې په وړاندې یې د مبارزې او مناسب غبرګون  ټولې لارې تړلې وی او خلک یې په وړاندې هیڅ دفاعی  او یا وقایوی او معالجوی عکس العمل ونه ښودلای شی ، لکه چې وایی غر که هرڅومره لوړ هم وی ، پر سر یې د تېرېدو لاره وی .

دغه مسئله د ټولنیزو پېښو په اړه د  خلکو په شعور او شناخت او پوهې  پورې اړه لری  ، چې څه ډول یې ارزوی او په کوم منطق یې ارزوی ؟

– آیا کولای شی  د مشکل د رامنځته کېدو اصلی علتونه او نیتونه او د مشکل د رامنځته کوونکو او  سازمان ورکوونکو اصلی انګېزې او نیتونه او همدا راز  عملی پلانونه کشف کړی او که نه ؟ یعنې د مشکل په خوله کې زیانمنېدونکی فرد او یا افراد  او یا ټولنه کولای شی چې  یوه پېښه په حقیقی او لازمی توګه و ارزوی ، تحلیل یې کړی او له ارزونې او تحلیل وروسته اصلی پایله تر لاسه کړې او په وړاندې یې د حل لازمه نسخه وړاندې کړی؟

که ځواب مثبت وی ، نو  حتماً دا توان هم لری چې د مشکل په منځ کې د ځان او خلکو په ګټه  شته فرصت هم کشف او ګټه ترې واخلی . او که ځواب منفی وی ، بیا خو دوې لارې لری :

لومړی دا چې د مشکل د ځپونکو څپو په وړاندې سخت غافلګیرانه ځانی او مالی زیانونه منی او پړ مخې یې راغورځوی او دویم دا چې په اصطلاح ” تېښته سلامتګی ګڼی ” او د فرار لاره نیسی ، هر څه د مشکل په خوله کې پرېږدی او  یواځې سر سلامت هم غنیمت ګڼی !

د یادونې وړ ده چې عام خلک د لویو سیاسی او ټولنیزو چارو د اکادمیک او علمی  تحلیل توان نه لری او دغه کار  په اصل کې د ټولنې د متعهدو سیاسی مشرانو ، پوهانو او روښان فکرانو دنده ده ، تر څو خلک د یو مناسب او لازم شعوری غبرګون خواته وهڅوی  او د ټولنې دسیاسی مصالحو په وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسی .

په دې اړه  د ابراهیم سورت  په پنځم آیت کې راغلی دی :

مفهوم :

[[ په یقین سره چې موږ ( خلکو ته د سمې رهبرۍ لپاره موسی( ع )  د هدایت او نېکبختۍ په لارښوونو سمبال  ور ولېږه ، او ورته و مو ویل چې  هغوی ( له فکری او عملی  ناخوالو او ستونزو او تیارو)  را وباسه او د نېکبختۍ لور ته یې بسیج کړه

او  تاریخی پېښې (چې د رحمت ، عذاب ، بریالیتوب او ناکامیو عوامل او علتونه یې په ډاګه وی او د حال له پېښو سره ورته والی لری )   ور یادې کړه ( تر څو له هغو عبرت واخلی او له مخې یې لازم تدابیر ونیسی ، ځکه د بشری تاریخ علمی څېړنه  د پېښو په اړه د  لازم غبرګون په ښوولو کې د خلکو  لپاره  د تصمیم نیولو ښه منبع ده ) او په دغه تاریخ پوهنه او تاریخ څېړنه کې د هر هغه چا لپاره چې د استقامت او مبارزې تعهد لری   او د خدای له ښوونیزو نعمتونو څخه ښه  ګټه اخلی ،د مبارزاتی لارې ، لازمې نښې او بریا ته رسوونکې لارښوونې پرتې دی . ]]

اسلام د :- کتاب  لوستلو- خلکو ته د  کتاب ښوولو  او  د علمی او اکادمیکو پرلپسې هر اړخیزو الهی  تعلیمی او تربیوی عملیو له لارې خپلې انکشافی  برنامې پیل کړی او د همدغو برنامو د روزلیو کسانو په وسیله یې د ځمکې پر مخ داسې بېلګه ییزه آرمانی ټولنه رامنځته کړه ، چې بشریت یې په ټول تاریخ کې ساری نه لری ،

مثلا  په مستندو تاریخی پېښو کې یې لولو چې:که به یو چا په سهوه او یا هم قصدی توګه کوم جنایت وکړ ،  پخپله به مستقیما خپل پیغمبر ص ته ورغی او پرته له کوم سوال ځوابه به یې اعتراف کاوه ، چې ما دغه جنایت کړی او راغلی یم چې د دغه جنایت اطلاع درکړم او په مقابل کې لازمه جزا ووینم !

دغسې پېښې  د اسلام په لومړۍ آرمانی ټولنه کې یوه دوې نه ، بلکې زښته ډېرې دی .

معنی دا چې اسلام  د بشریت په تاریخ کې د ښوونې او روزنې له لارې  داسې انقلاب رامنځته کړی او د وحشتونو په منځ کې یې داسې اصلاحی غورځنګ رامنځته کړی ، چې حتی د الهی قوانینو مخالفین هم ترې منکریدای نه شی او د ” یکصد مرد تاثیر گذار جهان ”  کتاب مولف چې خپله مسلمان هم نه دی ، خو د حضرت محمد ص نوم یې د دغه کتاب لومړی درجه  تاثیر ګذار شخصیت ګڼلی دی

او د سلکسیزو تاثیر ګذارو  کسانو په سر کې یې ثبت کړی دی.

نو دغه نړیوال قانون ( اسلام ) د بشریت په ښوونه او روزنه پیل شوی دی  او سالمه  ښوونه او روزنه د اسلامی انقلاب د لارې مشال دی  او  هر ټولنیز غورځنګ چې په سالمه ښوونه او روزنه پیل شی ، خلک یې ملاتړ کوی او د وخت د طوفانونو په وړاندې مقاومت کوی  او هر څومره لویو ستونزو په منځ کې هم له ډېرو کوچنیو فرصتونو لویه ګټه اخیستلای شی او ټولنه د نجات د ساحل خواته رسولای شی ،

خو  دا کار دوې غوښتنې لری :

١ – اسلامپوهنه ( د اسلامی علومو زده کړه )

٢- اسلام پېژندنه ( د اسلام کلی محتوی او روح  )

، چې په پایله کې  د دغې پوهې او شناخت په ترڅ کې   د یوې آرمانی ټولنې د جوړولو لپاره ، هماغه پیغمبری طریقه ( اصلی ښوونه او روزنه  او تزکیه= یتلو علیکم الکتاب- و یزکیکم )

د انحراف، کفر ، شرک ، الحاد ، نفاق،  ارتداد  له آثارو د پاکو او سالمو روزل شویو کسانو په مرسته  د عدل او قسط د تطبیق لپاره  د ټولنې د عینې واقعیتونو په پام کې نیولو او علمی ارزونو،  سیاسی،  اقتصادی،  تعلیمی،  تربیوی ، روحی او روانی او همدا راز د اسلامی علومو او عصری علومو په علمی تلفیق  سره د ((  آتنا فی الدنیا حسنه و فی الاخره حسنه )) پروسه پر لاره واچوو او اسلامی علوم  مو د ژوند قانون او عصری علوم مو هم د دغې لارې د ښه او ګړندی تطبیق لپاره وسایل وی .

ممکن است شما دوست داشته باشید