روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هرات والی د هرات ترکیې ترمنځ د هوایی دهلېز د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د هرات والی شیخ الحدیث مولوی نوراحمد اسلام جار د ترکیې د سفارت له مرستیال چنګیز آی‌دیمیر سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړی او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اقتصادی او فرهنګی اړیکو په اړه خبرې وکړې.مولوی اسلام جار د هرات او ترکیې ترمنځ د هوایی دهلیز پرانیستل مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ترکیې هیواد د همکاریو غوښتنه وکړه.همدا راز د هرات والی په افغانستان کې د ترکیې سفارت له مرستیال څخه وغوښتل ،چې له هرات څخه ترکیې او له هغه ځایه اروپایی هیوادونو ته د افغانستان د زعفرانو د صادراتو په برخه کې آسانتیاوې را منځته کړی.د ترکیې سفارت مرستیال ښاغلی چنګیز آی دیمیر د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې او د ښو اقتصادی او فرهنګی اړیکو او همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید