روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هرات له کانونو ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوی

د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسئولین وایی، چې په تېرو ۸ میاشتو کې یې د کانونو د استخارج له لارې ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړې دی. د هرات د کانونو او پټرولیم رئیس مولوی فضل احمد منیب خاموش له باختر آژانس سره په مرکه کې ویلی ،چې په هرات کې ٢٣ کانونه شتون لری، چې له دې جملې څخه د غوریانو ولسوالۍ د مالګې کان، د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو کان او د کرخ ولسوالۍ  د ډبرو سکرو کان څخه ګټه اخیستنه پیل شوې او هره ورځ له دغو کانونو څخه استخراج ترسره کېږی.منیب زیاتوی: اوس د هرات د مرمر ډبرې آسیایی او اروپایی هېوادونو ته صادرېږی او د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست هلې ځلې کوی، چې له خپلو کانونو څخه زیات استخراج ولری. د هرات د کانونو او پټرولیم رئیس وویل، چې د اسلامی امارت له بریالیتوب سره د کانونو استخراج  دوام لری او همدا راز اسلامی امارت هڅه کوی چې غیر فعال کانونه هم بیا فعال کړی.ده زیاته کړه، چې د کانونو د استخراج له لارې به د هېواد ځوانانو ته د کار زمینه برابره شی. منیب وویل چې په تېرو اتو میاشتو کې د کانونو او پټرولیم ریاست عواید ۴٠ میلیونو افغانیو ته رسېدلی دی. هغه زیاتوی چې د مرمر ډبرو د یو ټن مالیه له ۵٠٠ افغانیو څخه ٢٠٠ افغانیو ته ټیټه شوې ده، د یو ټن ډبرو سکرو مالیه ١٧٠٠ افغانۍ  او یو ټن مالګې مالیه ١١٢٢ افغانۍ ده چې دغه بهیر د متشبثینو د پاملرنې وړ ګرځیدلې ده. مولوی منیب زیاته کړه چې د ډبرو سکرو له کان څخه هره میاشت څه نا څه ۴ زره ټنه سکاره بارېږی او دغه راز  په وروستیو دریو میاشتو کې د چشت شریف ولسوالۍ او د اوبې ولسوالۍ د ډبرو له دریو کانونو څخه څه نا څه ٢٠١٩ ټڼه ډبرې بار شوی دی. د یادونې وړ ده چې د چشت شریف ولسوالۍ د مرمرو ډبره په نړۍ کې له ډېرو ښو ډبرو څخه شمېرل کېږی او ښه کیفیت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید