روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هرات ـ اسلام کلا او هرات ـ تورغونډۍ عمومی لارې پرانیستل شوې

د هرات ــ اسلام کلا او هرات ــ تورغونډۍ لارې تېره ورځ بېرته پرانیستل شوې.دا لارې یوه اوونۍ مخکې د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې په پایله کې د زیانمنو شویو کسانو د اعتصاب له امله تړل شوې وې.د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد تېره ورځ رسنیو ته وویل، چې د هرات ــ اسلام کلا او هرات ــ کندهار ترمنځ غځېدلې لویې لارې بېرته پرانیستل شوې دی.د نوموړی په وینا، د دغو لویو لارو فعالیت هرات ولایت ته د ولسی جرګې او د مالیې وزارت د پلاوی له سفر او د هرات ولایت د چارواکو له خبرو وروسته پیل شو او اعتصاب پای ته ورسېد.د والی ویاند زیاته کړې، چې اعتصاب‌کوونکو، چې د سلواغې د ۲۵مې په اورلګېدنه کې زیانمن شوی وو، د ور اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه کوله.د یادونې وړ ده، چې د یاد اعتصاب له امله، په دغه ولایت کې د خوراکی او نورو توکو بیې لوړې شوې وې، چې د لارو په پرانیستل کېدو سره به عادی حالت ته را وګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید