د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
لویه څارنوالی وایی، د هرات د والی په شمول ۲۱ کسان د اداری فساد په تور محکمې ته ور وپېژندل شول.د لویې څارنوالۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې په هرات کې د کورونا ویروس په بودجه کې د اداری فساد د شک په اړه د پلټنې ادارې تر څېړنو وروسته د یادو کسانو دوسیه د دوی له خوا محکمې ته لېږل شوې ده.اعلامیه زیاتوی، د قضیې د مؤظف څارنوال له خوا ۲۱ کسان د کورونا پروړاندې د مبارزې په بودجه کې د ۲۰ میلیونه افغانۍ اختلاص په جرم محکمې ته ورپېژندل شوی دی.ددې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو ۲۱ کسانو کې د هرات والی سید عبدالوحید قتالی، د ولایتی شورا درې غړی، د عامې روغتیا رییس، د بودجې د آمریت غړی، د آسیا فارما شرکت مرستیال او استازی، د السید افغان شرکت رییس، د مستوفیت د کنټرول مدیر، د کنټرول مدیر، په هرات کې د کورونا سټاک مسوول، دری کسان د تسلیمی پلاوی غړی، د ارزونې د پلاوی یو غړی او د ډاکټرانو د نظارت د کمیټې غړی شامل دی.دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې هم د پلټنې ادارې ویلی و، چې د کورونا پر ضد د مبارزې په بودجه کې د پراخ فساد په قضیو کې د لاس لرلو په تور د حکومت ۴۴ پخوانی او اوسنی چارواکی لویې څارنوالۍ ته معرفی شوی دی.د جمهوری ریاست د پلټنې ادارې هغه مهال ویلی و، چې د دوی د څېړنو پر اساس په هرات، بدخشان، نورستان او میدان وردګو ولایتونو کې هم د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په بودجه کې میلیونونه افغانۍ فساد شوی دی.