روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هرات او خواف د اوسپنیزې پټلۍ کار به ژر بشپړ شی

ایران ویلی، چې له درېیو میاشتو څخه به په لږ وخت کې د هرات او خواف د اوسپنیزې پټلۍ د سرحدی تمځایونو کار بشپړ شی.د ایران د ترانسپورت او ښار جوړونې وزارت مرستیال خیرالله خادمی ویلی، چې د افغانستان او ایران د پولې په صفری برخه کې سرحدی ستیشنونه جوړیږی.نوموړی ویلی: د هرات او خواف اوسپنیزه کرښه د ګډې پولې په صفری برخه کې جوړیږی او له درېیو میاشتو څخه به په لږ وخت کې بشپړه شی.خادمی زیاته کړې، چې د دغې اوسپنیزې کرښې یوه برخه د ایران او پاتې برخه به د افغانستان له خوا جوړه شی.دغه کرښه د ۳۵ کیلومترو پر اوږدوالی د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره جوړېږی.د ایرانی چارواکو پر وینا دغه نوې اوسپنیزه کرښه نه یوازې د بار وړلو لګښتونه کموی، بلکې د سوداګریزو توکو له چټک لېږد رالېږد سره هم مرسته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید