روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هرات اوسېدونکی له امنیتی وضعیته خوښ دی

د هرات د امنیه قوندانۍ ویاند محمود شاه رسولی وایی: په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د جنایی جرمونو کچه تر ۸۰ فیصده راټیټه شوې ده.(( په تېر کې موږ د لویو جنایی جرمونو شاهدان وو، خو اوس په ډاډه زړه ویلی شو، چې دغه جرمونه تر ۸۰فیصده کم شوی. خلکو ته ډاډ ورکوو ،چې د پاتې جنایی جرمونو مخنیوی به هم وشی. خلک باید د ښار د امنیتی وضعیت په اړه اندېښنه ونه کړی او له خپلو امنیتی ځواکونو سره همکاری وکړی، تر څو د ښار امنیت مو خوندی وی.))په ورته مهال د هرات اوسېدونکی له امنیتی وضعیت څخه خوښی څرګندوی او وایی، چې له څو میاشتو راهیسی په هرات ښار او ولسوالیو کې یې جنایی پېښې کمې شوې دی.دوی د امنیه قوماندانۍ له کړنو د منننې تر څنګ له امنیتی ځواکونو سره په همکارۍ ټینګار وکړ.په ورته مهال د ټولینزو چارو کارپوهان هم د امنیت د ټینګښت لپاره له امنیتی ځواکونو سره د خلکو پر همکارۍ تاکېد کوی.د ټولنیزوچارو شنونکې منیژه بهره وایی: د خلکو همکاری له امنیتی ځواکونو سره کولی شی د امنیت په ټینګښت کې ډېره مرسته وکړی.نوموړې زیاته کړه: د جنایی پېښو د کمښت علت د چارواکو ښه دنده ده.((هغه څه چې کولی شی په ټولنه کې امنیت تامین کړی، د دغو جنایتونو د عاملینو پېژندل دی او چارواکې هم په دې برخه کې مسئول دی او د خلکو همکاری هم اغېزمنع تمامېدلی شی. زما په نظر رسنۍ کولی شی د ښو او بدو پېښو په پوښښ کې د ټولنې ښې همکار وی.))د هرات د خلکو په وینا: په هېواد کې د اسلامی امارت له واکمنېدو راهیسی په دغه ښار کې امنیت تامین شوی او له مسئولینو څخه د لا پاملرنې غوښتونکی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید