روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې اورلګېدنې د خلکو د مړینې لامل شوی

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ځنګلونو اورلګېدنې، د سیمو د جبری تخلیې، د ملکیتونو د تخریب او په ځینو مواردو کې د خلکو د مړینو سبب شوې دی.تر ډېره چارواکو د دغو اورلګېدنو علت اقلیمی بدلون بللی دی.له درېیو اوونیو د کلفورنیا په شمال کې د ځنګله اور تاریخی ښارګوټی تخریب کړی، ګڼ کورونه او تجارتی مرکزونه یې په ایرو کې ډوب کړی دی.بل خوا په ترکیه کې هم وړمه ورځ په برېښناکوټ کې د اورلګېدو له امله په سلګونو کلی له خلکو تخلیه شوی دی.په همدې حال کې د یونان د اور وژنې مامورین د المپیک یوې لرغونې ساحې ته نږدې د اور وژنې هڅه کوی، هلته د شمالی مقدونیا حکومت پلازمېنې سکوپیه ته د نږدې ساحې په ګډون په ځینو سیمو کې د ځنګله د اورلګېدو له کبله ۳۰ ورځنی بېړنی حالت اعلام کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید