روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړۍ پر فرهنګ د کرونا ویروس اغېزې څېړل کېږی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د یونسکو غړیو هېوادونو د فرهنګ وزیرانو په کنفرانس کې، چې پر فرهنګ د کرونا ویروس د اغېزو د څېړنې په موخه جوړ شوی و، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او په ځانګړی ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو په اړه آنلاین خبرې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د فرهنګ وزیرانو نظریات او وړاندیزونه راټولېږی چې بیا ترې د یونسکو په پروګرامونو کې ګټه واخیستل شی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ د وینا بشپړه ویډیو به وروسته له تاسې سره شریکه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید