روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړیوال بانک او وجهی صندوق د غونډې پر ضد مظاهره وشوه

(( حملې بس کړئ او د ولسونو له حقونو څخه دفاع وکړئ )) دا هغه شعار دی چې مظاهره چیانو په لوحو باندې لیکلی او له ځانو سره یې ګرځوی. دوی د بالی ټاپو د نوسا دوا په ښار کې د کنفرانسونو د مرکز په دهلېز کې ولاړ دی. په دغه ځای کې نړیوال وجهی صندوق او نړیوال بانک خپله کلنۍ غونډه کوی. یوه مظاهره کوونکې جوان سالوادور ده چې د فیلیپینی مېرمنو د یوې ټلوالې غړې ده، دا وایی: (( د نړیوال وجهی صندوق او نړیوال بانک پروژې د فیلیپین اوسېدونکی وژنی. دوى له بومی وګړو څخه مځکه غلا کوی. موږ غواړو چې د دغو خلکو غږونه دې واورېدل شی.))

جوان سالوادور د نورو سلګونو فعالانو په څېر اصلا غوښتل چې د خلکو په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلی، دا د پولی چارو د مخکښو کسانو د کنفرانس تر څنګ بدیله غونډه ده. خو د بالی چارواکو د کنفرانسونو د هر نوع تالار د کرایه کولو مخه نیولې ده، نه یوازې یو ځل، بلکې څو وارې. د دې په خبره : (( موږ دلته په اندونیزیا کې د دموکراسۍ انتظار لاره او د ځایی اوسېدونکو څخه د ملاتړ هیله مو له نړیوال وجهی صندوق او جهانی بانک څخه هم درلوده، خو زموږ تمې پوره نه شوې.))

له دې کبله مېرمن سالوادور له نورو کسانو سره یو ځای د کنفرانس مرکز ته لاړه، او هلته یې خپله لنډه اورنۍ وینا واوروله. مسوولو کسانو دوی بیا داسې خونې ته یو تلل چې پکې یې وکولاى شول د نړیوال وجهی صندوق او نړیوال بانک له استازو سره خبرې وکړی. «نړیوال بانک تل هڅه کوی چې انتقادونه رانرم کړی او یا ورته غوږ ونیسی او که په ساده ژبه یې ووایم منتقدین په ډېرو خبرو سره قانع کړی.» دغه خبره کنود وکینګ کوی چې د «اُورګېوالد» په نوم په ټولنې پورې تعلق لری او د رسمی غونډې برخه وال دی چې د مدنی ټولنې په اړه په یوه بحث کې هم ونډه اخلی. د ده سازمان یوه ارزونه هم کړې ده، چې له مخې یې نړیوال بانک د پرمختیایی پروژو په ترڅ کې انسانان په زور سره نورو ځایونو ته لېږدوی. د چاپېریال ساتنې او بشری حقونو دغو فعالانو څه کم ۲۰۰۰ پروژې ارزولې دی. ۴۰ سلنه دغه پروژې ښایی په زور د خلکو له شړلو سره ربط ولری. د نړیوال وجهی صندوق په خبره به پرمختیایی هېوادونه له ستونزو سره مخامخ شی. دا ځکه چې د امریکا د متحدو ایالتونو پیاوړى اقتصاد د ډالر د تقویې او په امریکا کې د سود د لوړېدو باعث ګرځی. له دې کبله په امریکایی ډالرو کې ورکړل شوی پورونه هم قیمته کېږی، خو د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک منتقدین په غریبو هېوادونو کې د وګړو لپاره ډېرې نورې ستونزې هم مهمې بولی.  

ممکن است شما دوست داشته باشید