روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړیوالو اقتصادی اصولو له مخې امریکا حق نه لری چې د افغانستان شتمنی خپله کړی

د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرایی فرمان صادر کړی،چې له مخې یې امریکا کې د افغانستان د مرکزی بانک ۷ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنی په دوو برخو وېشل شوې ده.د دغو وېشل شویو پیسو یوه برخه د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو وارثینو ته په غرامت ورکول کېږی او بله برخه یې افغانانو ته د بشری مرستو لپاره نړیوالو خیریه بنسټونو ته استول کېږی.د ځینو لوېدیځو بنسټونو ترڅنګ پر بشری حقونو د څار سازمان د بایډن د دغې پرېکړې مخالفت کړی او ویلی یې دی،چې امریکا د افغانانو شتمنی خپلول غواړی.پر بشری حقونو د څار ادارې ویلی: (( د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د شتمنۍ په تړاو د وروستی فرمان په صادرولو سره د افغانانو د شتمنۍ د راخپلولو په لټه کې دی،ځکه دا پیسې د افغانستان د ولس شتمنی ده. له دې کار سره به افغانستان له یوې سترې اقتصادی ستونزې سره مخ شی. اوس باید ډېر تمرکز پر دې شوی وای،چې له افغانانو اقتصادی بندیزونه لرې کړای شوی وای.)) د نړیوال اقتصادی بیړنی ځواک قانون او د دښمن د سوداګرۍ قانون له مخې، امریکا ځان ته دا صلاحیت ورکړی ،چې له اسلامی امارت سره د سیاسی او نظامی مخالفت په ترڅ کې دغه پیسې کنګل کړی، خو د وېشلو او ولکې حق یې نه لری.د اقتصادی چارو شنونکی   نورالله عزیز  وایی: (( په نړیوالو اصولو کې هېڅ هیواد یا هېڅ حقوقی شخصیت د دې صلاحیت نه لری،چې د بل شخصیت پانګه د هغه له شتون پرته او د محکمې د حکم نه لرلو په صورت کې تر خپل واک لاندې راولی. لسیزې وړاندې چین د هانګ کانګ پیسې کنګل کړې وې،خو کله چې هانګ کانګ نیمه خودمختاره شو، دغه پیسې یې بېرته ترلاسه کړې.)) همدا راز اقتصادی کارپوهان وایی،که امریکا د افغانستان شتمنی د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر۱۱مې د قربانیانو په غرامت کې ورکوی، افغانان هم باید د امریکا د تېرې شل کلنې جګړې د قربانیو غرامت وغواړی.  د اقتصادی چارو شنونکی  عبدالقادر جیلانی وایی: ((  دغه حکم د نړۍ د بانکدارۍ د اصولو خلاف کار دی او د افغانانو په حق کې ستره جفا ده، که چیرې د افغانانو درې نیم میلیارده ډالره شتمنی د غرامت په ډول د سپټمبر د ۱۱مې په قربانیانو ویشل کېږی،نو په تیرو شلو کلونو کې افغانانو زرګونه قربانۍ ورکړی،چې د دوی قربانی به بیا څوک ورکوی.))نظرونه دا دی،چې د سپټمبر ۱۱مې برید عاملینو کې ۱۹ غړی وو، چې ۱۵ یې د سعودی عربستان، ۲ د متحده عرب اماراتو، یو د لبنان او بل د مصر اوسېدونکی و او یو افغان هم په دې برید کې لاس نه درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید