روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نوی افغان حکومت د رسمیت پېژندنې او مشروعیت دلایل څه دی؟

څه باندې څلور میاشتې کېږی چې اسلامی امارت د پلازمینې کابل په شمول د هیواد پر ټوله جغرافیه بشپړ واک لری، امنیت تامین دی، کلونه وروسته د مرګ ژوبلې کچه صفر ته راکښته شوې، هیوادوال په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړی، مېرمنو ته عملاً د زده کړو او کار حق ورکړ شوی او د اسلامی شریعت له اصولو سره سم یې د دغه حق د پراختیا لپاره هڅې روانې دی. د پخوانی رژیم ټولو کارکوونکو ته نه یواځې بښنه شوې، بلکې ډېر یې خپلې دندې هم پرمخ وړی. نړیواله ټولنه په افغانستان کې پرانیستی سفارتونه او استازولۍ لری، د ملی ګټو پر بنسټ ولاړ تعامل شته، تجارت، بشری مرستې او راشه درشه روانه ده، څو ورځې وړاندې د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې د اسلامی همکاریو سازمان له غونډې وروسته، چې د اسلامی امارت استازو هم پکې برخه درلوده، د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر په زغرده ویلی و، چې د نوی افغان حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه له څو هیوادونو سره کار کوی او پر نړیواله ټولنه یې غږ کړی و، چې مستقله واوسی او نوی افغان حکومت ته د امریکا له دریځه ونه ګوری. وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی هم له نړیوالې ټولنې سره د سیاسی او اقتصادی اړیکو پر اهمیت او په کور دننه پر ملی وحدت ټینګار کړی و، د نوموړی په خبره ځینې هیوادونه د دې اړیکو په بدل کې پر دوی شرطونه وضع کوی؛ خو دوی به پر ملی ګټو او ارزښتونو هېڅکله معامله ونه کړی. ښاغلی ستانکزی، چې داسلامی امارت په استازیتوب د اهل تشیع علماوو د ملاتړ په ستره غونډه کې یې خبرې کولې، له امریکا او نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړی او افغانان پریږدی، چې خپل هیواد په خپله جوړ کړی، خو له دې ټولو هڅو او پرمختګونو سره سره نړیوالې ټولنې تر اوسه رسماً نوی افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې دې چارې په هیواد کې د بشری ناورین په اړه اندېښنې پیدا کړی دی. دوی په ښکاره دا کار د یو ټوشموله حکومت درامنځته کېدو او ښځو ته د حقونو په ورکولو پورې تړی، خو په حقیقت کې امریکا او لوېدیځه نړۍ دا موضوع پر نوی افغان حکومت د خپلو نامشروع غوښتنو د منلو لپاره د فشار په توګه کاروی؛ ځکه چې په واقعیت کې اسلامی امارت ټولو قومونو ته د اهلیت پر بنسټ نوی سرپرست حکومت کې برخه ورکړې او لاهم دغه چاره د پراختیا په حال کې ده. دغه راز ښځو ته د اسلامی شریعت د اصولو او افغانی ارزښتونو په پام کې نیولو سره د زده کړو او کار حق ورکړ شوی او هغوی ته د زده کړو او کار د سالم چاپېریال درامنځته کېدو لپاره هڅې روانې دی. امریکا او متحدین یې چې په نظامی برخه کې یې د افغانانو په لاس ستره ماته خوړلې، اوس به حتماً دنوی افغان حکومت لپاره خنډونه ایجادوی، خو نړیوال او په ځانګړې توګه ختیځ هیوادونه باید له ځنډ پرته واقعیت درک کړی او د نوی افغان حکومت درسمیت پېژندنې لپاره راوړاندې شی او دې چارې ته د امریکا له دریځه ونه ګوری.

ممکن است شما دوست داشته باشید