روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نورو ملتونو د شتمنیو غلا او تالان کول د امریکایی دولت اصلی څیره ده

د سلواغې ۲۲تمه د امریکا جمهور رئیس په یوه بابره اقدام  کې د افغانستان اووه میلیارده کنګل شویو شتمنیو په اړه فرمان صادر کړ، چې له مخې به یې ۵،۳ ملیارده ډالر د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو له لارې افغانانو سره بشری مرستو ته ور کول کېږی او پاتې ۵،۳ میلیارده ډالر به یی د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر ۱۱ مې پیښې قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکول کېږی. هغه پیسې د امریکا په مرکزی بانک کې د افغانستان د اقتصادی چرخش او پولی واحد د پشتوانې په توګه ساتل کېږی.

افغانانو په افغانستان کې امریکا او ناټو ته ماتې ورکړه، د ۱۴۰۰ ل کال د زمری په ۲۴ مه نیټه یې د امریکا او ناټو پر مټ جوړ کړی شل کلن حکومت ړنګ کړ او امریکا د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ په ۳۱ مه نیټه په ذلت او شرموونکی حالت کې له افغانستان څخه ووته. دې تاریخی ماتې د امریکا متحدو ایالتونو برم او وقار په ټوله نړۍ کې له صفر سره ضرب کړ او امریکا د دې ماتې او حقارت د جبران په خاطر، په یو لړ اقداماتو لاس پورې کړ.

د دغو اقدماتو له جملې څخه په افغانستان باندې د اقتصادی او مالی بندیزونو لګول، د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژندل، د افغانستان د شتمنیو کنګل کول، د بشری مرستو بندول او داسې نور دی…

امریکا د پورته اقداماتو په تر سره کولو سره غواړی، چې د هغې ماتې او حقارت انتقام له افغانانو واخلی چې په افغانستان کې یې خوړلی او په دې توګه نړۍ ته وښیی، چې که دوی په نظامی ډګر کې د افغانانو له لوری مات شوی، نو په سیاسی، اقتصادی او مالی ډګرون کې لا هم پیاوړی دی او کولی شی ،چې بیرته له افغانانو انتقام واخلی؛ په یادو ډګرونو کې باید ووایم چې د امریکا لاس د افغانستان په نوی حکومت بر دی.

یوه مسئله چې ډېره د پام وړ ده هغه دا چې موږ باید اوسنی نړیوال نظم په پوره معنی و پېژنو. پخوا به چې کله یوه یرغلګر او د نړۍ زبرځواک په بل هیواد کې ماتې وخوړه، نو بیا به یې نور (سیاسی، اقتصادی او مالی) ابزار په لاس کې نه لرل ،چې د هغه کمزوری هیواد پر ضد یې بېرته وکاروی او خپل انتقام ترې واخلی، خو اوس واقعیت بل ډول دی، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا د خپلو متحدینو په مرسته له نړۍ داسې سیاسی، اقتصادی او مالی ځال (جال) تاو کړی، چې که هر وخت له کوم هیواد سره په نظامی ډګر کې له ماتې سره مخ شی، نو په سیاسی، اقتصادی او  مالی برخو کې بېرته له خپل دښمن څخه غچ اخلی او په خپل کنټرول کې راولی. 

افغانانو وکړای شول ،چې په نظامی ډګر کې د امریکا او ناټو اشغالګرو ځواکونو ته په افغانستان کې ماتې ورکړی او ټولې نړۍ ته یې وشرموی، خو له بده مرغه چې په سیاسی، اقتصادی او مالی ډګرونو کې امریکا له نړۍ داسې جال تاو کړی، چې هر څه یې په اختیار کې نیولی او په افغانو سخت ګوزارونه کوی.

که څه هم د امریکا ښکېلاکی جال ماتول سخت برېښی، خو ناممکن نه دی او دا هغه وخت امکان لری ،چې د امریکا په مشرۍ له نړۍ څخه تاو شوی سیاسی، اقتصادی او مالی جال (نظم) له منځه یوړل شی، دغه جال،دام هغه وخت ماتېږی چې مسلمانان او په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامی امارت له ځانه داسې مېړانه وه ښیی چې په تیرو ۲۰ کلونو کې وه ښوده.د افغانستان اسلامی امارت د امریکا په مشرۍ اوسنی نړیوال نظم وه ننګوی او د ماتیدو قوی عزم یې وکړی. خپله نوې تګلاره اعلان کړی او عملاً کار ورته پیل کړی. که چېرې دوی یاد اقدام وکړی، نو د سیمې ډېری مسلمان ملتونه به له دې داعیې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. حتی د نړۍ ډېری غیر اسلامی ملتونه به د دې تاریخ بدلوونکی اقدام ملاتړ وکړی، ځکه له شاوخوا لس (۱۰) دولتونو پرته د نړۍ پاتې ټول ملتونه له دې نظم څخه کړیږی او رنځ ترې وړی.

که چېرته په دې ډول ګام پورته نه شی، نو بیا دا ناممکنه خبره ده چې په اوسنی حاکم نړیوال نظم کې دې موږ د امریکا د ظلمونو مقابله وکړای شو، ځکه چې اسلامی امارت نور داسې ابزار او وسایل په لاس کې نه لری چې هغه دې د امریکا پر ضد وکاروی او امریکا دې له هغې ناحیې څخه تشویش وکړی. 

د اوسنی نړیوال نظم په شتون کې له امریکا سره اوږه وهل او امریکا باندې فشار راوړل تقریباً ناممکن کار دی، ځکه چې ټول اصول، قوانین، شرایط او بین المللی سازمانونه او ادارې د امریکا په کنټرول کې دی او د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره کار کوی، نو په دې دلیل اوسنی واقعیت کې له امریکا سره مبارزه او مقابله، خورا سخت کار دی. 

نصرت الله حقپال

ممکن است شما دوست داشته باشید