روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نوبل د ادبیاتو سږنۍ جایزه امریکایۍ شاعرې لوییز ګلوک وګټله

د نوبل د ادبیاتو سږنۍ جایزه امریکایۍ شاعرې لوییز ګلوک وګټله. ۷۷ کلنه ګلوک «Louise Gluck» د امریکا د معاصرو ادبیاتو تر ټولو مخکښه شاعره ده.د سویډن د نوبل اکاډمۍ دایمی مشر ماتس مالم «Mats Malm» وړمه ورځ د دې اعلام پر مهال وویل: (( د ۲۰۲۰ م کال د نوبل د ادبیاتو جایزه لوییز ګلوک ته د هغه بې‌عیبه شاعرانه اواز په خاطر ورکول کېږی چې فردی هستی د ډېر ښایست په مرسته نړیوال کوی.))مېرمن ګلوک د امریکا د بشریت د مډال او پولېتزر په ګډون څو نورې معتبرې جایزې هم ګټلې دی.د ۱،۱ میلیون ډالرو په ارزښت د نوبل جایزه د ډینامیټ د مخترع الفرد نوبل په نامه نومول شوې ده چې د هغه له وصیت سره سم له ۱۹۰۱ م کال راهیسې د بشری پرمختګ په بېلابېلو برخو کې مخکښو څېرو ته ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید