د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ننګرهار والی ضیاالحق امرخېل په جلال آباد ښار کې په هټیو کې د امنیتی کمرو د نصبولو، په ټاکلې وخت د مالیې ورکولو، مارکېټونو کې د پارکینګونو فعالېدو او یو شمېر نورې سپارښتنې وکړې.
نوموړی د جلال آباد ښار د ملکیتونو اتحادیې او اصنافو سره په غونډه کې سپارښتنه کړې، چې د امنیتی ستونزو د حل په موخه په ټولو مارکېټونو او هټیو کې امنیتی کمرې نصب کړی، په ټاکلې وخت مالیه ورکړی، مارکېټونو کې پارکینګونه فعاله کړی، امنیه قوماندانۍ کې د بیومټریک مرحله بشپړه او د ښار په پاکۍ کې د جلال آباد ښاروالۍ سره مرسته وکړی .هغه له یادو مسوولینو وغوښتل ،چې د جلال آباد ښار د ښکلا او په ښار کې د پرمختګونو په موخه ورسره همکاری وکړی، ترڅو د ښاری نظم فرهنګ دود او شته ستونزې حل کړی.په دې غونډه کې مسوولینو د یادو موضوعاتو په اړه د وضاحت ترڅنګ د ښار د ښکلا او امنیت تامین په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.