د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ننګرهار او لغمان ولایتونو پخوانی امنیه قوماندانان له دندې ګوښه او پر ځای یې نوی امنیه قوماندانان معرفی شول.تر دې مخکې جمعه ګل همت د ننګرهار او الله داد فدایی د لغمان د امنیه قوماندانانو په توګه دندې ترسره کولې.د معلوماتو پر اساس، جنرال داوود د ننګرهار او لطف الله کامران د لغمان د نوی امنیه قوماندانانو په توګه ټاکل شوی.لطف الله کامران تر دې وړاندې د پکتیکا د امنیه قوماندان و او جنرالله داوود بیا د کورنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو برخو کې دندې تر سره کړی دی.دا تغییرات داسې مهال راځی چې په دې وروستیو کې د ننګرهار او لغمان په ګډون په ګڼ شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې تودې شوی دی. د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شول.د چارواکو په خبره چې دغه ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه چې پرون سهار ترې امنیتی ځواکونو شاتګ وکړ.د لغمان اوسېدونکی اندېښه ښیی چې که د دې ولایت امنیتی وضعیت ته جدی پام ونه شی، نو د نورو ولسوالیو د سقوط خطر هم شته.خو د لغمان مطبوعاتی دفتر وایی چې والی رحمت الله یارمل د مرکز مهترلام ښار له کمربندی پوستو لیدنه وکړه او په یو شمېر کلیو کې پیاده وګرځېده.د خبرپاڼې له مخې والی د افغان سرتېرو د مورال ستاینه وکړه او دوی ته یې پر وخت د هر راز مرستې او هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.