د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ننګرهار د مرکز او ۲۲ ولسوالیو په لسګونو دینی علماوو د شنبې په ورځ د نېشهیی توکو د کښت، قاچاق او استعمال د حراموالی په اړه فتوا خپره کړه. علماوو په استازیتوب دینی عالم مولوی نثار احمد پاچا وویل ، چې دینی علماوو د قرآن او احادیثو په رڼا کې دا فتوا خپره کړې او له خلکو یې وغوښتل چې په خپلو کروندو کې حلال بوټی وکری.نوموړی زیاته کړه: (( زموږ د علماوو پرېکړه دا ده او مخکې هم علماوو له ممبرونو اعلام کړى و چې د نېشهیی توکو کښت منکر شی او پهکار دا ده ټول کروندګر دا باید بند کړی او د دې پر ځای غنم، سبزی او نور حلال بوټی وکری.)) نوموړی وایی: د دغې فتوا له مخې، د شرابو قاچاق او استعمال هم حرام ګڼل شوى او له ولایتی ادارې یې وغوښتل چې د ټولو نېشهیی توکو د خرڅلاو مخه ونیسی.د ننګرهار مرستیال والی تمیم عارف مومند علماوو ته ډاډ ورکړ، ولایتی اداره د ټولو نېشه یی توکو د کښت او قاچاق په مخنیوی کې جدی ده او په روان کال کې مو په زرګونو کیلو ګرامه نېشهیی توکی نیولی دی.نوموړى وایی: (( موږ پهدې برخه کې جدی یو، د ۱۳۹۷کال په جریان کې موله ۸ زره کیلو ګرامو نه ډېر نېشه یی توکی نیولی او په تړاو یې له ۲۷۳ نه زیات کسان نیول شوی او پهدې برخه کې به اجرأات کېږی، دارنګه پهدې موده کې په سلګونه لیتره الکولی مشروبات هم نیول شوی دی.))په ننګرهار کې د نېشهیی توکو پر وړاندې د مبارزې رییس ادریس صافى وایی: سږکال تر ډېره حده د کوکنارو د کښت مخه نیول شوې او په هغو سیمو کې، چې ناامنه دی او هلته د نېشهیی توکو کښت شوى هغه به په دوهمه پروسه کې تخریب شی.نوموړى زیاتوی: (( سږکال هغه ابتدایی ارقام چې موږ ته را رسېدلی ، تر اوسه یوازې ۲۵ سلنه د کوکنارو کښت په هغو سیمو کې شوى چې تېرکلونه به پهکې کوکنار کرل کېدل، خو په مجموع کې کښت کم شوی او په کومو سیمو کې چې بیا هم کوکنار کرل شوى، زموږ دوهمه پروسه د تخریب ده او بیاپه ټول کرل شوی کوکنار اړول کېږی.))د ننګرهار د ولایتی ادارې د معلوماتو له مخې، سږکال په پام کې لری چې هلته د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ کړی او په همدې خاطر یې د ټولو ولسوالیو مسوولینو ته ګواښ کړى، که د حکومت د حاکمیت په ساحه کې د نېشهیی توکو کښت وشی، د هغې سیمې نظامی او ملکی مسوولین به له دندې لرې او څارنوالۍ ته ور پېژندل کېږی.