روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نظام پیاوړتیا او دوام د ملت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده

افغان حکومت پر سوله باور لری او د سولې لپاره یې هڅې خپل تر ټولو ستر لومړیتوب ګرځولی دی، له همدې امله یې خپلو سوله ییزو هڅو ته له بل هر وخته ډېر زور ورکړی دی، چې په دې برخه کې د ولسمشر قربانی هم شامله ده.

افغان حکومت د دې لپاره ژمن دی، چې ملت ته یو ولسواک بنسټ چې نړیواله ټولنه یې هم ملاتړ کوی، په میراث پاتې شی، ځکه اوس د نړۍ نږدې ټول هېوادونه د ولسواکۍ پر ارزښتونو ولاړ نظامونه لری او په افغانستان کې هم یوازې او یوازې ولسواک نظام ښه پایله ورکړې، چې د دغه ملت بېلابېل قومونه او قشرونه سره متحد او تر یوه چتر لاندې راټول کړای شی.

نړیوالې ټولنې هم په دې ټینګار کړی، چې باید وروستۍ لاسته راوړنې د سولې په لړۍ کې تر پښو لاندې نه شی، له همدې امله له طالبانو سره هم د افغان ولس په  غوښتنه د سولې لپاره معاملې ته تیاری نیول کېږی، داسې معامله چې ملی ګټې پر ځای وی او وروستۍ لاسته راوړنې پایه دارې وی، پرون هم  د اسیا زړه ـ استانبول کنفرانس د دوهمې ورځې غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غنی په وینا کې یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار وکړ. جمهور رییس غنی ووېیل، افغانان سوله غواړی، خو داسې چې وینه تویېدل د تل لپاره ودروی.

افغان جمهور رئیس د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو د پرمختګ لپاره له طالبانوو غوښتل چې اوربند وکړی او دوی چمتو دی چې له اوربند وروسته، په هر ډول موضوع له دې ډلې سره د خبرو مېز ته کېنی ، د سولې داسې هوکړه باید وشی چې لویه جرګه یې تایید کړی، داسې اوربند دې وشی چې نړیوال تضمین ولری او څارنه یې وشی او د افغانستان د اساسی قانون په نظر کې نیولو سره دې داسې ټاکنې وشی چې نړیوال ترې څارنه ولری.

دا د سولې لپاره د ولسمشر هغه ژمنتیا ده، چې یو ځل بیا یې په ډاګه کړه، دا ځل د سولې لپاره د هغه قربانی بې سارې ده او افغان ولسمشر حاضر دی، چې خپله پنځه کلنه قانونی ولسمشریزه دوره په شپږو میاشتو کې محدوده کړی او بیا د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې عادلانه ټاکنې وشی. یعنې بیا به هم د ولسواکۍ پر اصل ولاړ نظام دوام ومومی او ټول واک او اختیار به د ولس وی، چې خپل باور پر چا لوروی.

له دې پرته د بل نظام شونتیا هېڅ معقوله لاره نه ده او دا افغانستان د تباهۍ کندې ته ورټېل وهی، خو د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره حیاتی ارزښت لری او له همدې امله افغان حکومت د خپل ولس په استازیتوب د سیمې او نړۍ له هېوادونو په کلکه غوښتنه کوی، چې په دې برخه کې خپله همکاری پراخه کړی.

د سیمې اجماع ځکه د افغان سولې لپاره مهمه ده، چې په دې کې یې سیاسی، پرمختیایی او اقتصادی ګټې نغښتې دی، ولسمشر غنی پرون هم دغه کنفرانس ته دا مسئله یاده کړه، چې افغانستان د اسیا څلورلارې کې پروت دی چې د سیمې د هېوادونو په اقتصادی خوځښت کې مهم رول لری. ده  کاسا ۱۰۰۰، ټاپی او یو شمېر نورو پروژو ته په اشارې وویل، دې هېواد اوس دا ثابته کړې چې نه یوازې د اسیا د وصل، بلکې له اروپا سره د اسیا د نښلېدو ښه لاره ده.

د مرکزی اسیا هېوادونه هم خپل پرمختګ د افغانستان په سوله او ثبات کې لټوی، همدا رنګه د سویلی اسیا د وصل لپاره هم یوازې همدا افغانستان بستر جوړ کړی دی. روسیه چې پر سیمه او افراطی کړیو پوره کنټرول لری، کولی شی، چې خپل دغه دریځ بدل کړی او د تقابل او ټکر له سیالۍ تېر او د افغانستان له خاورې خپله انرژی، برېښنا او ګاز سویلی اسیا ته ورسوی، همدا رنګه پاکستان او ایران او دغه راز لوېدیځه نړۍ د افغانستان په پیاوړی نظام او سوله او ثبات کې د ترهګرۍ، مخدرو موادو او انسانی قاچاقه خوندی کېدای شی!

همدا ده، چې په افغانستان کې باید باعزته سوله راوړل شی او د دې لپاره د افغان ولسمشر طرحه او پلانونه په پام کې ونیول شی او په پوره څار او جدیت سره پلی کړای شی.ځکه دا د ولس حق دی او افغان ولس هم د نورو ملتونو په څېر د سوله ییز او پرمختللی خوندی ژوندانه حق لری او نړیواله ټولنه باید د دغه ولس دا حقونه خوندی کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید