روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نظام سیاسی او ولسی ملاتړ د ټولو ستر او ملی مسوولیت دی

له ډېره بده مرغه چې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د تپل شوې جګړې لمن پراخېږی او په ترڅ کې یې طالبانو، افغان ځواکونو او تر ډېره د ملکی وګړو مرګ ژوبله ډېرېږی. د ملی دفاع وزارت هره ورځ د نږدې سلګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوی، چې په کې د پاکستان ملېشې او نورې ترهګریزې ډلې هم شاملې دی. په دې وژنو کې د طالبانو مهم کسان هم شامل دی، خو افغان ځواکونه هم د خپل هېواد، خپل ملت او خپل ملی حاکمیت په دفاع کې سرونه نزرانه کوی او هغوی ته هم مرګ ژوبله اوړی. دغه حالت د سختې اندېښنې وړ دی او تر څنګ یې د دښمن له خوا تبلیغاتی جګړه هم روانه ده،چې په هېواد کې یې بې باروی رامنځته کړې ده.

په همداسې وخت کې د سولې لپاره هڅې هم په نشت حساب دی او طالبانو له دې ځانونه ګوښه کړی او ټول تمرکز یې پر جګړې کړی، دوی داسې فکر کوی، چې په جګړه کې یې دا پرمختګ، د نظام د نسکورېدا او د دوی د بریا لامل کېږی، خو دا له حقیقته لرې مفکوره ده، ځکه د بهرنیو ځواکونو د وتو په صورت کې د طالبانو له خوا هر ډول جګړه د دینی عالمانو له خوا ناروا بلل کېږی.

ولس هم د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې د پرمختګ د کارونو پر ټپه درېدا، د زده کړو او عامه تاسیساتو تړلو او یا هم ورانولو له امله سختې اندېښنې ښکاره کړې دی. په ورته وخت کې طالبان هم حیران دی، چې د افغان ځواکونو قوت، تجهیزات او د جګړې تکتیکونه وینی، نو ناممکنه بولی، چې یو بېس دې د جګړې له زوره ونیسی، بس دا هغه اعتراف دی، چې د افغان ځواکونو له خوا تکتیکی شاتګ په ګوته کوی.

په دغه راز حالت کې افغان ولس د نظام ننګه کوی او نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې د اوسنی نظام ملاتړې ده، امریکا او ناټو او یو شمېر نور هېوادونه له افغانستان سره امنیتی، دفاعی او ستراتیژیک تړونونه لری، چې له مخې یې په پوځی، ستراتیژیکه، سیاسی، اقتصادی او … برخو کې له افغانستان سره همکاریوو او ملاتړ ته دوام ورکوی. نړیواله ټولنه په هېڅ توګه نه غواړی، چې وروستۍ لاسته راوړنې دې له خاورو سره خاورې شی، په کور د ننه هم د ډېرو کسانو له نظره په ځانګړې توګه لوستو ښځو ته پر ټولنه د افراطی جګړه‌ مارانو واکمنی د منلو نه ‌ده. همدا ده، چې هم په ملی او هم په نړیواله کچه، غوښتنه کېږی،چې نړیواله ټولنه باید افغانان، په ځانګړې توګه ښځې هېرې نه‌کړی.

په افغانستان کې هم دا غوښتنه مطرح شوې، چې د نظام باید کلک ملاتړ وشی او ټولې هغه ناسمې اوازې بندې کړل شی، چې د نظام پرضد روانې دی او یا هم د کورنیو ځواکونو د روحیې پر خلاف روانې دی. په دې برخه کې افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر غنی له سیاسی څېرو او جهادی شخصیتونو سره د کتو په لړ کې له هغوی غواړی،چې له هېواده د دفاع په واحد صف کې ودرېږی او اجازه ور نه کړی چې پردۍ دسیسې بریالۍ شی. ولسمشر ټینګار کوی، چې ټول اړخونو په هېواد کې د سولې لپاره د هڅو پر چټکتیا، ولسواکۍ پر دفاع او نظام پر ساتنه مکلف دی.

 که څه هم په افغانستان کې کورنۍ امنیتی ننګونې لویې دی، خو د خپل جنوبی ګاونډی پاکستان له ننګونو سره هم لاس او ګرېوان دی. پاکستان د طالبانو او ترهګریزو ډلو د زېږېدو او پر پښو د درېدو ځای دی او نړیواله ټولنه هم پر پاکستان فشار زیاتوی، چې له ترهګرۍ لاس واخلی. همدا ترهګری ده، چې پاکستان یې د افغانستان پر خلاف کاروی او په دې کې خپلې ګټې لټوی، پاکستان د دې لپاره خپل لاسپوڅی هم ګومارلی او د نظام پرضد درېدلی، خو دا د ملت او په تېره بیا د سیاسیونو کار او دنده ده، چې د دغو خطرونو په وړاندې په یوه واحد صف کې ودرېږی او د خپل نظام ساتنه او دفاع وکړی. ځکه همدا نظام دی، چې د ملت د ګټو لپاره یې ملا تړلې او همدا نظام دی، چې سیاسیون په کې سیاست کولی شی او بالاخره همدا نظام دی، چې د بشری او ټولنیزو فعالیتونو او په تېره بیا د وینا د آزادۍ او د رسنیو د فعالیت لپاره یې زمینې برابرې کړې دی. که نه نو له دې وړاندې نظامونه هم تجربه شوی دی.

لویه غوښتنه دا ده، چې ملت او سیاسیون په یوه واحد صف کې راټول شی او د خپلو ملی ګټو د تحقق لپاره د خپل نظام د پیاوړی کولو او دفاع لپاره سره یو موټی شی. په دې برخه کې ناغېړی او د وخت ضایع کول، ملی خیانت بلل کېږی او بیا به خدای مه کړه د اوسنۍ زمانې ټول سیاسیون او د ملت استازی، د سبا ورځې نسلونو ته مسوول وی!

ممکن است شما دوست داشته باشید