روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ناټو اویایمه کلیزه او افغانستان

برېټانیا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۳مه او ۴مه د ناټو د غړو هېوادونو د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وه. په دغې غونډه کې پراروپایی مشرانو سربېره د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ، د ناټو د نورو نړیوالو ملګرو هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازو هم برخه اخیستې وه. د غونډې په دویمه ورځ په افغانستان کې د سولې او ټاکنو موضوع او په دغه هېواد کې د ناټو ماموریت، په اجنډا کې د بحث مهم ټکی وو چې په پایله کې ناټو د افغان امنیتی ځواکونو پر  مالی ملاتړ پر ټینګار سربېره، طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو د بیا پیل کېدو هرکلی وکړ، همدارنګه یې د ټاکنو د پایلو د ژر اعلان او له ټولو خواوو یې د پایلو د منلو غوښتنه وکړه. په دغې غونډه کې له افغان امنیتی ځواکونو پر مالی ملاتړ  پر ټینګار سربېره، د ناټو ځینو غړو هېوادونو په افغانستان کې د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې او مشورو په برخه کې د خپلې همکارۍ د زیاتوالی خبره هم وکړه. دغه راز د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به تر هغه وخته پورې خپل حضور ته دوام ورکړی،چې ورته اړتیا وی. په افغانستان کې د ناټو حضور او ښکېلتیا، د سولې په برخه کې د دغه سازمان رول، د ناټو د  ۷۰یمې کلیزې د نمانځنې په موخه د لندن غونډه او دا چې د دغې غونډې د پرېکړو په رڼا کې به د افغان سولې راتلونکی څه وی؟ هغه موضوعات دی چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو ښکېلتیا

ناټو (NATO) یو سیاسی او نظامی سازمان دی چې له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د لوېدیځې اروپا او دامریکا دمتحده ایالتونو له خوا له ختیځې اروپا او پخوانی شوروی اتحاد څخه دوی ته د احتمالی خطرونو د پېښېدو د مخنیوی په موخه د ۱۹۴۹م کال د اپرېل په ۴مه (( د شمالی اتلانتیک تړون)) North Atlantic Treaty organization تر عنوان لاندې رامنځته شوی دی.په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته کله چې دغه هېواد د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو نظام یې ړنګ کړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د آیساف (ISAF) ځواکونو مسوولیت وبلل شو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه یې د جواز په ترلاسه کولو سره پر افغانستان د امریکا برید ته مشروعیت ورکړ چې وروسته په ۲۰۰۳م کال کې د افغانستان په جګړه کې د آیساف (ISAF) ځواکونو رهبری ناټو (NATO) ته وسپارل شوه. د امریکا په ملاتړ او د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو تر ۲۰۱۴م کال پورې په افغانستان کې د نظامی ماموریت ترڅنګ د (PRT) پروګرام تر عنوان لاندې د بیارغونې ځینې فعالیتونه هم وکړل؛ خو دغه فعالیتونه تر ډېره په غیر زېربنایی برخو کې وو. په ۲۰۰۱م کال کې ظاهراً پر افغانستان د امریکا د برید تر شا د اسامه بن لادن له قضیې ورهاخوا د طالبانو د امارت ړنګول یا د طالبانو ختمول، د افغان پوځ جوړونه او د یوه دېموکراتیک نظام په رامنځته کولو سره په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته کول وو، چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه او د ناټو سازمان غړی هېوادونه هم د امریکا څنګ ته ولاړ وو؛ خو دا هرڅه په ریښتینې او کامله توګه ترسره نه شول او دلیل یې هم دا و چې امریکا له یادو موخو ورهاخوا د سیمې په کچه نورې مهمې موخې هم درلودې او له همدې امله پرته له دې چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شی په روانه جګړه کې تر اوس مهاله لسګونه زره افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.سره له دې چې اوس مهال په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو شمېر له څه باندې سل زرو څخه شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېرو ته را کم شوی، خو جګړه د تېر په پرتله په شدت روانه ده، له طالبانو علاوه ((اسلامی دولت)) یا داعش ډلې هم خپل فعالیت په افغانستان کې پیل کړ، خو په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان په شرق کې د ناټو او امریکایی ځواکونو د هوایی همکارۍ په مرسته افغان حکومت او طالبانو ورسره جګړې وکړې د دوی په وینا، چې د افغانستان په مشرقی ولایت ننګرهار کې داعش  په مکمل ډول ختم شوی، خو د ناټو په سرمشریزه کې د فرانسې جمهور رییس امانووېل مکرون په خپلو خبرو کې ویلې چې په نړیواله سطحه داعش اوس هم نړۍ ته جدی خطر دی او دوی ته په نړیواله سطحه کمپاین روان دی، همدارنګه د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان هم له نړیوالې ټولنې څخه د داعش پر وړاندې د یو کېدو غوښتنه وکړه او د افغانستان لپاره یې اوس هم ستر ګواښ یاد کړ، خو د امریکا جمهور رییس د دوی پر خلاف د داعش د مشر وژل کېدل د دوی د ماتې په معنی یاد کړل.

 ناټو او د سولې قضیه

هغه جګړه چې امریکا د ناټو په ملاتړ ظاهراً په افغانستان کې د نوی نظام د رامنځته کولو او د امنیت د ټینګښت په موخه پیل کړې وه، که څه هم تر ۲۰۱۴م کاله د څه باندې سل زرو جنګیالیو پر مټ مخ ته لاړه، خو پای ته ونه رسېده. په دغې جګړه کې چې لا هم روانه ده، نه طالبان مات شول او نه هم افغانستان آرام شو. بهرنیو ځواکونو له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان جګړې ګرم او مرګونی میدان افغان امنیتی ځواکونو ته پرېښود، له دوی څخه که څه هم لسګونه زرو یې افغانستان پرېښود؛ خو لا هم دمګړۍ په افغانستان کې د ناټو د څه کم ۲۹ هېوادونو څخه ۱۴۰۰۰ بهرنی پوځیان مېشت دی. په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ په راتګ سره د دې هېواد له لوری د افغان جګړې په اړه د جنوبی آسیا لپاره نوې پوځی تګلاره اعلام شوه، چې د دې تګلارې محراق افغانستان و. د دغې تګلارې له مخې بهرنی ځواکونه یو ځل بیا د افغان جګړې ډګر ته را وګرځېدل او د ترهګرۍ ضد مبارزه پیل شوه.

 خو د ۲۰۱۸م کال په آواخرو کې د امریکا جمهور رییس د افغان کشالې د حل لپاره یوازینۍ د حل لاره خبرې وبللې او له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په موخه یې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد خپل استازی وټاکه، خلیل زاد له طالبانو سره ۹ پړاوه اوږدې مخامخ خبرې وکړې، چې د دې خبرو په پایله کې امریکایی لوری له طالبانو سره نهایی موافقې ته رسېدلی و، خو په ظاهر کې د طالبانو په یوه برید کې د امریکایی سرتېری وژل کېدو سره د امریکا جمهور رییس ډونالډ ترمپ د ټوېټ په کولو سره له طالبانو سره ۹پړاوه خبرې، چې پایلې ته نېږدې شوې وې،بندې کړې، چې دا کار د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې له توندو غبرګونونو سره مل و، د نومبر په ۲۸ مه نېټه د امریکا جمهور رییس ډونالډ ترمپ، افغانستان ته د یو نا اعلام شوی سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د بیا پیل اعلام هم وکړ، چې په دې سره یو ځل بیا زلمی خلیلزاد خپل سفر له افغانستانه پیل کړ او د ملی یووالی حکومت له مشرانو سره له لیدلو وروسته له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په پار قطر ته لاړ.

ناټو او د افغانستان راتلونکې د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د سولې په برخه کې طالبانو او امریکایانو د مخامخ خبرو د بیا پیل ستاینه وکړه. دغه راز د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ وویل: (( موږ ژمن یوو چې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړو. ځکه چې موږ په دې ژور باور لرو چې د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلامشوره ورکول او مرسته کول د سولې د هڅو تر ټولو ښه لاره ده،چې طالبان پوه شی چې د جګړې په ډګر کې به کله هم بریالی نه شی. هغوی باید د خبرو مېز ته کېنی او نویو موافقو ته مخه وکړی.)) په افغانستان کې جګړه نه د افغانانو په ګټه ده او نه هم د ناټو سازمان د غړو هېوادونو، نو پکار ده چې یاد سازمان د خپلې ۷۰یمې کلیزې په درشل کې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو پر لارو چارو جدی غور وکړی. ځکه چې د دې جګړې دوام یوازې د افغانستان خلکو او د سیمې هېوادونو ته په زیان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید