د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان په اړه د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د جوړې شوې غونډې په لومړۍ ورځ د اسلامی امارت پلاوی له افغان مدنی فعالانو سره کتلی دی.دا غونډه چې د سلواغې په ۳ یمه پیل شوې نن (سه شنبه) به هم دوام وکړی.د لومړۍ ورځې په غونډه کې د طالبانو په ګډون د اروپایی ټولنې، امریکا او افغان مدنی فعالانو هم ګډون کړی و، چې ښځې هم په کې شاملې وې.د افغانستان اسلامی امارت د لومړۍ ورځې غونډه ګټوره بللې او وایی: ټولو خواوو د یو بل نظرونه په پوره حوصلې سره اورېدلې دی.له وزارت نه په خپره شوې خبرباڼه کې راغلی، غونډه کې ګډونوالو په پوره حوصلې سره د افغانستان پر موجوده حالاتو نظرونه تبادله کړل.د غونډې د پای په ګډه اعلامیه کې راغلی، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دغه راز تاکید شوی چې د هېواد د سیاسی، اقتصادی او امنیتی ښېرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوی.د یادونې ده، چې دا واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې پلاوی یې اروپا ته سفر کوی او د افغانستان په اړه په یوه مهمه غونډه کې ګډون کوی.