د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ظریفې غفاری د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو نړیواله جایزه ګټلې ده. غفاری د میدان ښارواله ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ظریفې غفاری نوم د هغو ۱۲ ښځو په کتار کې لومړى راغلى چې سږ کالیې د زړورو ښځو جایزې ګټلې دی. په اعلامیه کې راغلی چې د افغانستان د لومړنۍ ښځینې ښاروالې په توګه ظریفه غفاری د ځینو زورواکو سړیو لهخوا سخته ګواښل شوې وه، خو مبارزهیې وکړه او هغوى یې غلط ثابت کړل چې ویلیې ښځه رهبری نهشی کولاى. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سږ کال د افغانستان په استازیتوب ظریفه غفاری او د نړۍ د ۱۱ نورو هېوادونو اذربایجان، بولویا، چین، مالیزیا، پاکستان، سوریې، یمن، بورکینا فاسو او زېمبابوې (( زړورو )) ښځو ته جایزې ورکوی. د اعلامیې له مخې تمه ده د جایزو د ورکړې مراسم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو او د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په حضور کې ترسره کېږی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی: له ۲۰۰۷ کال راهیسې هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هغو ښځو ته دا جایزې ورکوی چې له ورپېښو ګواښونو سره سره کار کوی او قربانۍ ورکوی.