روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مور پر شیدو د تغذیې د اوونۍ په پلمه:د مور شیدې د ماشوم لپاره مکمله غذا ده

د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ۱۹۹۲ م کال کې د اګېسټ لومړۍ اوونۍ (د مور پر شیدو د ماشومانو د تغذیې په نامه) ونوموله، چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو د روغتیایی بنسټونو له خوا نمانځل کېږی.

په دغه نامه د اګېسټ د لومړۍ اوونۍ د نومولو هدف د مور پر شیدو د ماشوم د تغذیې د ارزښت په اړه د خلکو د عامه پوهاوی د کچې لوړول او ماشومانو ته د شیدو ورکولو په اړه د میندو هڅول دی.
ډاکټران د مور شیدې د ماشوم د تغذیې لپاره له ټولو پیاوړې سرچینه بولی.
د نسایی ولادی متخصصه ډاکټره هاجر محمدی وایی: ماشوم ته شیدې ورکول، پر ماشوم سربېره د میندو لپاره هم ګټورې دی او له زیږون وروسته د مور د وینې بهېدنې د مخنیوی او د سینې د سرطان د مخنیوی له ټولو ښه لاره ده:

(( د مور شیدې ډېرې ګټې لری، د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره له ټولو قوی شیدې دی، هغه ماشومان چې د مور پر شیدو تغذیه شوی وی، له نورو لږ په میکروبی او د اسهالاتو په ناروغیو اخته کېږی.))
په همدې حال کې د ماشومانو د تغذیې د څانګې کارکوونکې یلدا سلیمانی وایی: د زیږون په لومړیو ساعتونو کې ماشوم ته د مور شیدې ورکول کېدای شی د ماشوم لپاره د ډېرو ناروغیو په مقابل کې لومړنی واکسین شی.

د هغې په خبره، د مور شیدې ټول غذایی مواد لری او د ماشوم ټولې اړتیاوې پوره کولای شی:
(( هغه ماشومان چې د مور پر شیدو تغذیه کېږی، له هغو ماشومانو سره چې په مصنوعی شیدو تغذیه کېږی، له هره پلوه توپیر لری، د بدن مقاومت یې لوړ او ماشوم ځیرک وی.))

بل پلو ډاکټره نصیره نکهت وایی: په لومړیو شپږو میاشتو کې ماشوم ته شیدې ورکول او بیا تر دوو کلونو پورې په دغو شیدو د ماشوم دوامداره تغذیه د ماشوم د ودې او روزلو یوازینۍ او بریالۍ لاره ده.د هغې پر خبره: د مور له خوا ماشوم ته شیدې ورکول د مور په بدن کې د خوښۍ هورمون د تولیدېدو سبب کېږی ،چې دا هورمون د مور لپاره د آرامتیا او د مور او ماشوم ترمنځ د مینې او محبت سبب کېږی: (( د مور شیدې د وېټامینونو، پروټینونو او شحمیاتو په لرلو سره یوه مکمله غذا ده، د ماشوم لپاره د مور د شیدو هضم او جذب د وچو شیدو په پرتله اسانه دی او د شیدو ورکولو پرمهال له ماشوم سره د مور د سترګو مخامخ کېدل، ماشوم ته د امنیت او خوندیتوب احساس ورکوی.)) . فضل هادی حمیدی

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید