روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مور پرشیدو د ماشومانو تغذیه او د دوی سالمه راتلونکې

دمور پرشیدو د ګلالیو ماشومانو تغذیه په حقیقت کې د ماشومانو د ښې ودې له پاره زمینه برابروی ، البته د مور  پر شیدو د ماشومانو تغذیه د میندو او ټولنو له پاره هم  ګټوره ده  ځکه هغو میندو چې خپل ماشومان  پر خپلو شیدو نه وی تغذیه کړی او یایې د لږ وخت له پاره تغذیه کړی وی د طبی کارپوهانو په نظر په دغو میندو کې د تیو سرطان  ډېرلیدل شویدی ، یوازې د مور پرشیدو د ماشومانو تغذیه کول د کورنیو او ټولنې د روغتیایی ستونزو د لږوالی لامل کېږی ، دمور پرشیدو د ماشومانو تغذیه  دماشومانو ترڅنګ د میندو روغتیا او سلامتیا هم تضمینوی ، پردې اساس لازمه ده چې هره شیبه باید قدرمنې میندی  هڅه وکړی چې خپل ماشومان پرخپلو شیدو تغذیه کړی ، ترڅو چې د خپل ځان د روغتیا او سلامتیا د خوندیتوب ترڅنګ د روغتیا له پلوه  سالم اولادونه  هم ټولنې ته وړاندې کړی ، په ټوله کې په نړیواله کچه د مور پرشیدو د ماشومانو تغذیې ته هم ډیر اهمیت ورکول کېږی او یوه اوونۍ یې دغه مناسبت ته هم ځانګړې کړیده ، البته د مور د شیدو نړیواله اوونۍ دلومړی ځل لپاره  په (۱۹۹۲) زیږدیز کال کې و لمانځل شوه او اوس د نړۍ په (۱۲۰) هیوادونو کې د( یونیسف ) نړیوالې ټولنې او دروغتیا د نړیوال سازمان  له خوا هر کال لمانځل کېږی ، زمونږ په هیواد کې هم د زمری یا اسد میاشتې له ( ۱۰) مې تر ( ۱۶) مې د مور د شیدو د نغذیې اوونۍ لمانځل کېږی. د طبې څیړونکو په باور دماشوم دزیږون په لومړیو شیبوکې دمورشیدې مثبتې اغیزې لری اوپه ماشومانو کې دمړینې ۲۲ سلنه کچه راټیټوی، خوبرعکس دماشوم دزیږون په وخت کې دمور دشیدو په ورکولو کې یو ساعت ځنډ بیا د زیږون په لومړۍ اوونۍ کې دماشومانو په مړینه کې ((دیرش په سلو )) کې لوړوالی رامنځته کوی، دمورشیدې دماشوم لپاره یوه کامله او دټولو غذایی موادو در لودونکې ماده ده ، ماشوم ترشپږو میاشتو دخپل بدن ټول غذایی مواد دمور دشیدو له لارې تکمیل کولاى شی ، دمور شیدې دنورو شیدو په پرتله ډیر غذایی مواد لری، د مور شیدې په تیره بیا په هغې زیړ رنګه ټینګه ماده کې چې ورږه (فله ) ورته ویل کیږی. ماشوم ته د ډول ډول ناروغیو پروړاندې معافیت ور په برخه کوې خوله بده مرغه ځینې میندې چې ددغو موادو په ګټه نه پوهیږی دغه زیړ رنګه ګټوره ماده خپل ماشوم ته نه ورکوی، له بلې خوا دې ته په پاملرنې سره چې زموږ ډیرې کورنۍ له اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی او نه شی کولاى خپلو ماشومانو ته وچې شیدې واخلی ، نو دمور دشیدو ګټه داده ، چې وړیا صحی اوهره لحظه تیارې اوآماده دی اویوه مور کولاى شی چې په هر وخت کې دخپل ماشوم دتغذیې لپاره ورڅخه کار واخلی .دیادونې وړ ده  چې په ټوله کې د ماشومتوب د دوران په هکله باید وویل شی چې،  د ماشومتوب دوران  په حقیقت کې د ژوند هغه زرینې او طلایی شیبې دی چې د مور او پلار د هر اړخیزې  پاملرنې او سالمې روزنې پراساس نیک او صالح اولادونه ټولنې ته د غوره او ښو خدمتونو د ترسره کولو له پاره وړاندې کېږی ، ځکه ماشومان د یوې تازه او تنکۍ  لښتې په څیر دی  چې هرې خواته یې تاو کړې تاویږی ، پردې اساس د ټولو میندو ، پلرونو او ښوونکو هڅه باید په لومړی قدم کې ددې له پاره وی چې خپل ګلالی اولادونه په ښه توګه و روزی او په هر اړخیزه توګه یې له ښې او سالمې روزنې ، پالنې  ، روغتیا او سلامتیا  څخه برخمن کړی او پوره آسانتیاوې ورته  برابرې کړی ځکه بشپړه روغتیا ، سلامتیا او روزنه ماشومانو ته له هرڅه غوره شتمنی بلل کېږی  ، البته میرمنه چې په حقیقت کې د نارینه ترڅنګ د کورنۍ لومړنۍ بنسټ ایښودونکې هم ده باید د خپلو ماشومانو سالمې روزنې ، ښوونې ، روغتیا او سلامتیا  ته ډیره پاملرنه وکړی ، ترڅو په راتلونکی کې ټولنې ته د ښو خدمتونو د ترسره کولو له پاره سالم اولادونه وړاندې کړی ، ځکه د ټولنې راتلونکې هم په ماشومانو پورې اړه لری ، ددې له پاره چې دوی د سبا ورځې لویان ، میندې او پلرونه دی ، نو پردې بنسټ په هیواد کې د وړ او با کیفیته روغتیایی خدمتونو او له ښې او سالمې ښوونې او روزنې  څخه د ماشومانو برخمن کیدل د هر پتمن هېوادوال له لومړنیو غوښتنو څخه شمیرل کېږی ، نو ډیره اړینه او ضروری ده چې باید په دې اړوند د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا او د ښوونې او روزنې وزارتونه او نور اړوند ارګانونه  زیاتې هڅې او کوښښونه وکړی چې د هیواد ټول ماشومان  له تعلیمی او روغتیایی آسانتیاوو څخه برخمن شی او هم باید د هیواد د عامې روغتیا وزارت   درسنیو په همکارۍ د مور له شیدو څخه د ګلالیو ماشومانو  د تغذیې په اړوند چې د مور او ماشوم  د دواړو د روغتیا او سلامتیا  خوندیتوب ته ډیره ګټه لری په پرله پسې توګه پراخ تبلیغات  وکړی ، ځکه چې په لومړیو شپږو میاشتو کې  یوازې د مور پرشیدو د ماشومانو تغذیه  کول د کورنیو او ټولنې دروغتیایی ستونزو د لږوالی لامل کېږی ، نوپاک خدای (ج) دې لومړی  په ګران هېواد سرلوړی افغانستان کې په ټولیزه توګه بدمرغه جګړه چې په هرنوم را روانه ده په خپل بیساری فضل ، کرم او قدرت کامله  سره پای ته ورسوی او د ټولو افغانانو ترمنځ دې  د یووالی ، صمیمیت ، اخوت او ورورولۍ فضا ټینګه او دایمی کړی ترڅو په سوله ییزه فضا کې د هېواد ټول وګړی  ښځې ، نارینه ، پیغلې ، ځوانان او ګلالی ماشومان د بشپړې روغتیا په لرلو د پاک الله (ج)  له ورکړی ژوند څخه خوند واخلی  او د ژوند په پړاویزو شېبو کې له تلپاتې هوساینې څخه
 برخمن شی .      

ممکن است شما دوست داشته باشید