د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د جوزا ۲۴تمه هغه ورځ ده چې زموږ میندې د ۱۳۵۷ کال د غویی له کودتاه وروسته تر دې دمه( څلېر ویشت کاله) دغه ورځ له خپلو اولادونو سره یوځاى د کمونېستی کودتاه او د هغې د پسلګدونوپه پرلپسې ویر کې تېروی! وژنې، ورانۍ ، بمباردونه ، بندیخانې ، تری تم کېدنې ، مهاجرتونه او زخمونه د مور په غېږه کې د وطنی مینې د ښوونو، سپارښتنو او د ملی ارزښتونو د توهین کېدلو لړۍ روانې دی او د وطن مور د خپلو ناخلفو ، حرام نمکو او پلورل شویو زامنو په وسیله دغه دوه څلوېښت کلن ناتار او وحشت ته د ملی ویر پر ټغر ولاړه او د حسرت اوښکې تویوی .او د حال په ژبه وایی چې کاش زموږ وطن پلورو زامنو ته ځانګړې هویت پاڼې( شرمنامې) وېشل شوې وای او یا خو یې پر تندیو ، ځانګړی داغونه وهل شوی واى، چې راتلونکو نسلونو ته له ورایه او په آسانه د پېژندلو او د عبرت سبق شوى واى .
د دغې ملی ورځې په مناسبت هیواد ورځپاڼه په لومړی سر کې د غم ځپلیو او آرمانجنو میندو روح او مقام او بیا د نړیوالو قاتلینو په تپل شوې جګړه کې په وینو او اوښکو لېت پېت د وطن ټولو مومنو میندو ته د خپلو پېرزوینو مراتب وړاندې کوی .