د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ټاکل شوې چې د افغانستان د ملی شورا ۱۷مه دوره تر راروانې پنجشنبې پرانىستل شی.
د افغانستان د ملی شورا د نوې دورې د کار په پىل کې له ىوې نىمې مىاشتې ځنډ وروسته اوس په پارلمانی چارو کې د دولت وزىر وایی، ښایی چې د ملی شورا ۱۷مه دوره به تر راتلونکې پنجشنبې ورځې پورې پرانىستل شی.
فاروق وردګ د ىکشنبې په ورځ د دغه وزارت د کلنی راپور تر وړاندې کولو وروسته په دې اړه د خبرىالانو د پوښتنو په ځواب کې ووىل: (( کوم معلومات چې له موږ سره شرىک شوی، تر راتلونکو درى څلورو ورځو پورې به ملی شورا پرانىستل شی، ىعنې د ملی شورا اووه لسمه دوره به تر راروانې پنجشنبې ىا ىوه ورځ مخکې ىا وروسته اعلان شی.))
د ملی شورا د غړو ژمنۍ رخصتۍ هر کال د حوت مىاشتې په پنځلسمه ڼېټه ختمېږی او د قانون له مخې، د حوت په ۱۶مه باىد نوې دوره د ولسمشر له خوا پرانىستل شی.
خو دا ځل ارګ وىلی وو چې د نویو وکىلانو تر معرفی کېدو پورې نوې دوره نه پرانىستل کېږی.
د ملی شورا د اووه لسمې دورې په پرانىستلو کې ځنډ د ولسی جرګې د ټاکنو د ورستىو نتاىجو نه اعلان دى چې د کابل په ګډون د ىو شمېر ولاىتونو نتایج نه دی اعلام شوی.
دا ځنډ د پخوانىو او نوىو وکىلانو، د مدنی ټولنو د استازو او حقوق پوهانو له تُندو انتقادونو سره مخ شوى او وىلی ىې دی چې د درېىمې قوې ىا ملی شورا نه شتون د نظام د کمزوری کېدو لامل ګرځی. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون نظر هم وپوښتو چې اىا تر راروانې پنجشنبې پورې به د افغانستان د ولسی جرګې د انتخاباتو د ټولو ولاىتونو وروستی نتاىج اعلام شی که نه؟ د انتخاباتو خپلواک کمېسىون دا موضوع د انتخاباتی شکاىتونو خپلواک کمېسىون ته راجع کړه او د ىاد کمېسىون مسوولىنو بىا زموږ اړىکه ځواب نه کړه. خو د تېرې جمعې په ورځ د انتخاباتی شکاىتونو د خپلواک کمېسىون منشی قاسم الىاسی ازادی راډىو ته وىلی وو چې تر راتلونکو دوو اوونىو پورې به د کابل په ګډون د پاتې ولاىتونو د ولسی جرګې د انتخاباتو پاىلې وروستۍ شی.
ده ووىل: (( د کوچىانو حوزه پاتې ده چې ښایی ىکشنبه ىا دوشنبه وروستۍ شی، پکتىا هم مخ په خلاصېدو ده، کندز، بغلان او وردګ ولاىتونه پاتې دی چې د کابل پرته به د راتلونکې اوونۍ تر پاىه د نورو ټولو ولاىتونو پاىلې وروستۍ شی.))
د انتخاباتی شکاىتونو خپلواک کمېسىون دغه شان وىلی چې د ولسی جرګې د نوىو غړو دوه ثلثه اعلام شوی او که حکومت وغواړی، ښایی وکولاى شی چې د قانون پر بنسټ نوې ملی شورا پرانیزی.